په خوست کي د پاکستان پرضد مظاهره وسوه
۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۶, دوشنبهد افغان چارواکو په خبره پاکستان د ننگرهار ولايت په گوشتې ولسوالۍ کي د افغانستان په خاوره کي يوه دروازه جوړه کړې وه چي تيره اوونۍ د افغان امنيتي ځواکونو له خوا بيرته ويجاړه سوه.
پاکستاني ځواکونو د دوشنبې په ورځ سهار يو وار بيا د دغي دروازې د جوړولو چاري پيل کړي وې چي بيا د دواړو خواوو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه او دروازه پاته شوه.
د خوست په سلهاوو محصلينو د يوې مظاهرې په ترڅ کي، د ګوشتې وروستۍ پېښي وغندلې او د پاکستان پرضد يې احتجاج وکړ.
دغه مظاهره د دوشنبې په ورځ سهار٩ بجې پيل او پر١١ بجو پاى ته ورسېده. لاريون کوونکو پر افغان خاوره د هر تيري کوونکي هېواد يرغل وغانده او ويې ويل، چي دوى د سر په قربانۍ دې ته حاضر دي، چې د امنيتي ځواکونو ترڅنګ له خپلې خاورې ساتنه وکړي.
د مظاهره کوونکو له ډلي څخه صديق الله عابد له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «موږ هيڅ وخت ډيورنډ په رسميت نه پېژنو او له دې مظاهرې مو موخه دا ده، چې افغان عسکرو ته ډاډ ورکړو، چې د افغانستان له سرحداتو څخه يوازي د ساتني مسئول نه دي، بلکي ولسونه هم د دوى ترڅنګ هر ډول سرښندنې ته تيار دي.»
دا لاريون په سوله ييزه توګه پاى ته ورسيدو او وروسته لاريون کوونکو يوه پنځه ماده ييزه پريکړه لیک هم صادر کړ.
د محصلينو استازي کمال خان د لاريون ګډونوالو د پريکړي يوه ماده داسي وويله: «موږ د ملګرو ملتونو له امنيت شورا څخه غواړو، چي په افغانستان کې د خپل پراخ شتون څخه په استفادې سره د افغانستان پر ګاونډيانو فشارونه راوړي، چې په سرحدونو کي تيري بند کړي او په کورنيو چارو کې له لاس وهنو څخه لاس واخلي.»
مظاهره کوونکو د شېخ زايد پوهنتون په انگړ کي د هغه سرحدي پوليس فاتحه هم واخيسته، چې څو ورځې وړاندي د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې له پاکستاني عسکرو سره په نښته کې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ډيورنډ کرښي پر سر اړيکې خرابې شوي دي او دا څو ورځې په پرلاپسې توگه په پلازمېنه کابل او ولايتونو کې د مدني ټولنو، عامو خلکو او محصلينو له لوري د پاکستان پر ضد مظاهرې کيږي.
د ننگرهار ولايت د چارواکو په خبره نن د دوشنبې په ورځ په گوشتې ولسوالۍ کي د افغان او پاکستاني عسکرو تر منځ يو وار بیا نښته رامنځ ته سوه او نژدې دوه ساعته ئې دوام وکړ.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د ویاند صديق صديقي په کابل کي خبريالانو ته وویل، چي له پاکستاني ځواکونو سره په سرحد کي جنگ هغه مهال بند سو چي د پاکستان اړخ د اوربند غوښتنه وکړه او بيرته له هغو ځايونو څخه ووتل چي د دروازې جوړولو کار ئې پيلاوه.