1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په خوست کي د معتادينو شمېر ورځ تر بلي ډيريږي

۱۳۸۹ دی ۱۶, پنجشنبه

د خوست ولايت د نشه توکو پر خلاف د مبارزې رياست مسوولين وايي چي پدغه ولايت کي د نشه يي توکو د استمعال کچه لوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/Qo5K
ددغه کسانو د ډيريدو يولامل په لويه کچه د ځوانانو بيکاري ده.
ددغه کسانو د ډيريدو يولامل په لويه کچه د ځوانانو بيکاري ده.انځور: AP

د ادارې په خبره دا مهال په خوست کي ٣٧ زره کسان په بيلابيلو نشو روږد دي.

د خوست د نشه توکو پرخلاف د مبارزې رئيس ميرناګل تڼيوال وايي چي دوی د دغه معتادينو د روغتيا لپاره د تيرو دوو کلونو راهيسي يو روغتيايي مرکز جوړ کړى.

د هغه په خبره تر اوسه يې سلګونه په نشه يي توکو معتاد ځوانان او يو شمير په نشه روږدي مېرمني تادوي کړي.

ميرناګل تڼيوال په خپلو خبرو کي زياته کړه، د څو کالونو راهيسي ورسره د کوکنارو د نه کرلو په بدل کي د مرکزي دولت لخوا د څلور ميلونه افغانيو مرسته سوې، چي ټولي پيسي يې په خوست کي د ښووني او روزني په برخه کي په مصرف رسولي.

خوست والي عبدالجبار نعيمي بيا غونډي ته په وينا کي پر قومي مشرانو او سپين ږيرو ږغ وکړی، چي د نشه يي توکو پرخلاف دوۍ هم خپلي مبارزي ته دوام ورکړي.

« څوګ پري نه ږدی چي د نشه يي توکو معتاد سي او نور هم په خوست کي په نشه د روږدو کسانو شمير پراختيا ومومي.»

د يادوني ده که څه هم په خوست ولايت کي د کوکنارو او نورو نشه يي توکو کرکيله صفر اعلان سوی، خو بيا هم پدغه ولايت کي د په نشو روږدو کسانو شمير ورځ تر بلي پر ډيريدو دى.

ځايي مشران ددغه کسانو د ډيريدو يولامل پدغه ولايت کي د بنسټيزو کارونو نه پلي کيدل، او په لويه کچه د ځوانانو بيکاري بولي.

فريدالله ظاهر/ خوست

کتونکی: نجيب الله زيارمل