په ختيځه اروپا کی د امريکی د توغنديو د ځای پر ځای کولو د يو پلان په سره شخړه
۱۳۸۶ اردیبهشت ۶, پنجشنبههغه د متحده ایالاتو د هغه پلان سره د موافقی غوښتنه وکړه چی غواړی په ختیخه اروپا کی دی، دفاعی توغندی ځای پری پای کړی. په دغه دفاعی پلان کی جنوب ختیځه اروپا همه شامله کړای شوې ده . د المان په ستر ائتلافی حکومت کی په دی هکله شخړه پیدا شوی ده . د حکومت یو ائتلافی اړخ ، سوسیال دیموکرات گوند، له دغه امریکائی پلان سره موافقه نه لری. روسیه د توغندیو دغه دفاعی پلان په کلکله ردوی او هغه د خپل امنیت لپاره یو گواښ گنی.
د المان دد فاع وزیر یونگ د روسیی د دغی اندیښنی په هکله خپل تفاهم ښکاره کړ، خو وویل چی کیدای شی چی د ناتو روسیی د گډی شوری په راتلونکی غوڼډی په دې هکله بحث او خبری وشی. دغه شوری د راتلونکی پنجشنبی په ورځ په بروکسل کی غوڼډه کوی او په دی موضوع به خبری وکړی. همدا راز د اپریل په 26 او 27 نیټه هم دتوغندیو دفاعی پلان په موضوع باندی دناتو د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران خبری کوی.