1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په حکومتدارۍ کې د افغان میرمنو د ونډې ډیریدو غوښتنه

رضا شیر محمدي/ سید ریاض۱۳۹۳ آبان ۲۳, جمعه

په داسې حال کې چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د نوې کابینې د معرفي کولو هڅه کوي، افغان میرمنې لږ تر لږه د پنځو وزارتونو غوښتونکي دي. د هغوی په وینا د ښځو د نقش د پیاوړي کولو له پاره باید عملي گامونه پورته شي.

https://p.dw.com/p/1Dn6t
انځور: DW/H. Sirat

د افغانستان د ښځو وزارت وایي چې په اوسنۍ کابینه کې یوازې درې ښځې حضور لري. د دغه وزارت په وینا که څه هم په حکومتدارۍ، رهبرۍ او تصمیم نیولو کې د دې هیواد د ښځو نقش پیاوړی شوی دی، خو بیا هم دې ته اړتیا شته چې پنځه یا شپږ موثر وزارتونه ښځو ته ورکړل شي.

د افغانستان د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیاله فوزیه حبیبي، وايي چې د ملي یووالي د حکومت له وروستیو اقداماتو څخه څرگندیږي چې نوی حکومت په دې هڅه کې دی چې په حکومتدارۍ کې د ښځو موثره نقش پیاوړې کړي: «البته هغو ژمنو ته په کتو سره چې نوی ولسمشر یې په دولتي ادارو کې د ښځو د نقش د زیاتوالي په هکله لري او همداشان د ښځو د حقوقو غوښتونکو بنسټونو هم ویلي دي چې له پنځو څخه تر شپږو پورې وزارتونه باید ښځو ته ورکړای شي.»

د میرمن حبیبي په وینا د ښځو کاري وړتیا کولا شي چې د هغوی حقیقي ځای د ملي یووالي په حکومت کې د تصمیم نیونکو په توگه تثبیت کړي. هغه همداشان په دې برخه کې د افغانستان د لومړۍ میرمنې هڅې ستایي.

په کابینه کې د ښځو حضور

د افغانستان د ښځو چارو د وزارت د ارقامو له مخې، په اوسنۍ کابینه کې درې ښځینه وزیرانې او په پنځو وزارتونو کې شپږ ښځینه مرستیالانې په فعالیت بوختې دي. پر دې سربیره په مرکز او ولایتونو کې د یو شمیر مهمو ریاستونو چارې هم ښځې پر مخ وړي. میرمن حبیبي د بیلگې په توگه د بشري حقونو د خپلواک کمېیسون او د سرې میاشتې د ریاست نومونه یادوي چې د ښځو له لوري رهبري کیږي.

د ښځو چارو د وزارت نوموړې معینه زیاتوي چې د افغانستان میرمنې اوس مهال د والي، ولسوال او د پولیسو د امنیتي حوزو د امرانو په توگه هم کار کوي: «له نېکه مرغه په تیرو دیارلسو کلونو کې چې کومې هڅې شوي دي او میکانیزمونه رامنځ ته شوي دي، له مخې یې اوس د دولتي کارکوونکو ۲۵ سلنه ښځې جوړوي. دغه ښځې په بیلابیلو برخو کې کار کوي او د هغوی ۹ سلنه د تصمیم نیونکو په سطحه کې دي.»

میرمن حبیبي زیاتوي چې اوس مهال د عدلي او قضایي ارگانونو د کارکوونکو لس سلنه برخه ښځې جوړوي او په وینا یې آن د دغو ادارو په راس کې هم ځینې ښځې قرار لري. د ښځو د چارو ریاست معینه د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د پنځه سلنه ښځو ونډې ته اشاره کوي او وایي چې د دغه میزان د لوړولو له پاره هم هڅې روانې دي.

د ظرفیت لوړولو پروگرام

د افغانستان د ملي یووالي حکومت ویلي دي چې ښځې د خپل لیاقت او وړتیا پر اساس کولای شي په حکومتدارۍ او رهبرۍ کې مساوي ونډه ولري، خو افغان میرمنې چې کابو تر یوې لسیزې زیاته موده د زده کړو او کار ته د دوام ورکولو څخه پاتې شوې وې، د ظرفیت لوړونې پروگرامونو ته اړتیا لري. په وروستیو وختونو کې افغان حکومت او امریکا متحده ایالاتو د افغان میرمنو له پاره د (Promote) یا د ظرفیت لوړونې یوه پروژه پېل کړې ده. دغه پروژه به پنځه کاله دوام وکړي او د رهبرۍ، تجارت، دولتدارۍ او د اقتصاد په برخو کې به له ښځو سره مرسته وکړي.

د دغه پروگرام په پېل کې امریکا متحده ایالاتو له افغانستان سره ۲۱۶ میلیونه ډالره مرسته وکړه او په پام کې ده چې له افغانستان سره نور مرسته کوونکي هیوادونه به هم له دغه پروگرام سره ۲۰۰ میلیونه ډالر مرسته وکړي. د ښځو چارو وزارت وایي چې پر دغه پروگرام یې درې کاله کار کړی دی او طرحې یې اجراتو ته چمتو کړي دي.

د «تساوي» په نوم د موسسې مشره معصومه محمدي، چې د بشري حقونو فعاله هم ده وایي: «اوس مهال چې دغه شان یو لوی پروگرام له دومره سترې بسپنې سره موجود دی، باید په دې برخه کې زیاته توجه وشي تر څو موږ ټول وکولای شو د ښځو په وضعیت کې یو تل پاتې او بنسټیز بدلون راولو.»

د ښځو چارو وزارت مالي او اداري مرستیاله وایي چې د دغو مرستو ستره برخه د ښځو د اقتصادي ملاتړ پروگرامونو ته ځانگړې شوې ده او په وینا یې د ښځو چارو وزارت د دغو پروژو د عملي کولو بهیر څاري.

د ښځو چارو وازرت د ارقامو له مخې د خدماتي او روزنیزو چارو په برخه کې د ښځو د وړتیا کچه هم لوړه شوې ده. د دغه وزارت په وینا د بیلگې په توگه ۲۵ سلنه صحي خدمات د ښځو له لوري وړاندې کیږي او همداشان د ښوونځیو د شاگردانو ۴۰ سلنه او د پوهنتونونو د محصلینو ۲۰ سلنه برخه ښځې جوړوي.

په پام کې وه چې د ملي یووالي حکومت د خپلي کاري دورې له پېل څخه یوه نیم میاشت وروسته د کابیني غړي معرفي کړي خو لا تر اوسه پورې دغه کار نه دی شوی. لا تر اوسه دا هم معلومه نه ده چې نوې کابینه به څه وخت اعلان شي او د وزارتونو څومره شمیر څوکۍ به ښځو ته ورکړل شي.

د نوې پروژې د مرستو ستره برخه د ښځو د اقتصادي ملاتړ پروگرامونو ته ځانگړې شوې ده
د نوې پروژې د مرستو ستره برخه د ښځو د اقتصادي ملاتړ پروگرامونو ته ځانگړې شوې دهانځور: Aref Karimi/AFP/Getty Images
د ښځور چارو وزارت: ۲۵ سلنه صحي خدمات د ښځو له لوري وړاندې کیږي
د ښځور چارو وزارت: ۲۵ سلنه صحي خدمات د ښځو له لوري وړاندې کیږيانځور: AP
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځو حضور پیاوړی شوی دی
د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د ښځو حضور پیاوړی شوی دیانځور: Reuters/Omar Sobhani