په حلب کې ویجاړۍ او ورځنی ژوند
حلب د سوریې ستر اقتصادي ښار وو. خو نن دا یوه ویجاړه دښته ده. د سوریې د حکومتي ځواکونو او یاغیانو ترمنځ نښتو دلته خپلې نخښې پريښي دي. د یوه کلابند ښار ویجاړۍ او ورځنی ژوند په دې انځورونو کې کتلای شئ.
د هوايي بریدونو پایلي
په داسي حال کې چې د ښار یوه برخه د ولسمشر بشارالاسد څواکونو په لاس کې ده، له بلې برخې څخه یې یاغیان دفاع کوي. دواړي برخي سختې زیانمنې شوي لکه دغه د بني زید سیمه.
د ملبې ډيري
ځينې کوڅې او محلونه په بشپړه توګه لوټي شوي دي. مرستندویان تر هر برید وروسته د قربانیانو لټه کوي.
ژغورونکې عمله په کار بوخته ده
د یاغیانو په دې سیمه کې د اسد ځواکونو تر بریدونو وروسته د درنو ماشینونو په مرسته د ملبې د ټولو کار روان دی.
د دود په وسیله دفاع
د یاغیانو سیمې ته د اسد ځواکونو د داخلیدو د مخنیوي په موخه له هري وسیلې کار اخیستل کیږي. په دې انځور کې لیدل کیږي چې په مشهد سیمه کې ټایرونو ته اور ورته کړل شوی څو برید ګر څه ونه لیدلای شي.
بې کوره شوي
چا چې کور له لاسه ورکړی باید ځانته یوه بله سرپنا پيدا کړي. خلک نه یوازې په خیمو کې اوسي، بلکې د ویجاړو شویو موټرو څخه هم د سرپنا په توګه کار اخیستل کیږي.
د مهاجرو له پاره سرپناوې
د سوریې حکومت د یاغیانو په ولکه کي سیمې پر اوسیدونکو د سیمې څخه د وتلو غږ کړی. دوی باید د ښار په شمال کې دغه کورونو ته پنا یوسي.
مسجدونه هم په نخښه کیږي
مسجدونه هم لکه دلته د قمر الحمرا د ناحیې د عمر بن حطاب مسجد هم له څو کلونو راهيسي له کورنۍ جګړې خوندي نه دی پاته.
شپه هم آرامه نه وي
جګړه د شپې له خوا هم روانه وي.سرې لمبې آسمان ته پورته کیږي. دا ځل د حکومتي ځواکونو د وسلې یو ډیپو په نخښه شوې.
د ویجاړیو په منځ کې باغچه
د ټولو ویجاړیو ترڅنګ انسانان باید د خپلې خیټې غم هم وخوري. عبدالله الختموي په یوه کوچنۍ ټوټه ځمکه ترکاري کرلې او په دې توګه په قسمي توګه ځان ته خواړه برابروي.
ډوډۍ ته انتظار
د وچې ډوډۍ د ترلاسه کولو له پاره هم بايد زیاتره وخت خلک په اوږدو کتارونو کې ودریریږي. لکه دلته د حلب په شمالي برخه کې یعني د یاغیانو تر کنترول لاندې سیمه.
د یو څو شیبو له پاره جنګ هیرول
د لوبو په دې ځای کې د حلب د ورځني ژوند یعني جګړو څخه د ماشومانو پام د یو څو شیبو له پاره اوښتې دی. د لوبو دا ځای د جولای میاشتي په سر کې په اتارب ناحیه کې جوړ کړل شو.
د جنګ تمثیل
په حلب کې داسې صحنې هم لیدل کیږي: د یاغیانو د سیمې ماشومان په کوڅو کې له پلاستکي توپکچو سره لوبې کوي.
په کلیسا کې امن
ټول ځایونه لا وران نه دي. د سانته ماتلده دغه کلیسا تر اوسه په امان ده. دلته په سونو ځوانانو همدا څو ورځې تر مخه د ځوانانو نړیواله ورځ ولمانځله.