1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جگړو کي اوس هم له کوچنيانو کار اخيستل کيږي

احمد ولي اڅکزی (ساندنر)۱۳۹۱ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

نن د کوچنيانو څخه په وسله والو لانجو کي د کار اخيستني نړيواله ورځ ده چي ورته د سرو لاسونو ورځ هم ويل کيږي. دغه ورځ په داسي حال کي د يولسم ځل له پاره لمانځل کيږي چي اوس هم له ماشومانو څخه د عسکرو په توگه کار اخيستل کيږي.

https://p.dw.com/p/17cbL
Das undatierte Bild zeigt einen zwölf-bis dreizehnjährigen Kindersoldat im westafrikanischen Sierra Leone. Vertreter des Kinderhilfswerks der Vereinten Nationen, Unicef, teilten am Montag (10.05.1999) in Bonn mit, daß rund 300 000 Kinder weltweit als Soldaten mißbraucht und ausgebeutet würden. Anläßlich der Internationalen Friedenskonferenz vom 11. bis 15. Mai in Den Haag forderte das Kinderhilfswerk die weltweite Demobilisierung von Kindersoldaten. dpa (zu dpa 4012 vom 10.05.1999 - Achtung Redaktionen: Das Bild darf nur für Informations- und Medienzwecke in Printmedien genutzt werden. Weitere elektronische Übertragungen oder der Gebrauch dieser Bilder in jedem elektronischen Format - auf Diskette oder im Internet - sind verboten.)
Kindersoldaten Sierra Leoneانځور: picture-alliance/dpa

سوډان، جنوبي سوډان، صوماليا او چاد هغه هيوادونه دي، چي په تيرو کلنو کي له کوچنيان څخه په کورنيو جگړو کي د عسکرو په توگه کار اخيستل سوی دی. اوس بيا د مالي هيواد وسله وال کړکېچ د کوچنيانو له پاره د يوه ناورين بڼه لري.

د مالي هيواد کړکېچ ځکه د کوچنيانو له پاره يو ناورين دی، چي په دغه جگړه کي هم له ماشومانو څخه د وسله والو کار اخيستل کيږي.

د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کي ماشوم عسکر
د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کي ماشوم عسکرانځور: picture-alliance/dpa

د بشري حقونو د څارني نړيواله اداره وايي چي توندلارو ياغيانو په مالي هيواد کي په سوو ماشومان دې ته مجبوره کړي دي چي د دوی له پاره کار او جگړه وکړي.

د بشري حقونو د څارني نړيواله اداره يا هيومن رايټس واچ د لوېديځي افريقا د څانگې مشري کورينا دفکا له دويچه ويله سره د خبرو پر مهال د مالي هيواد د شمالي سيمو په هکله وويل:

«داسي معلوميږي چي ډيری کوچنيان د خپلو کورنيو د مشرانو له خوا د پيسو په بدل کي ياغيانو ته ورکول سوي دي. دغو ياغيانو د جلب دغه کار يو څو ځانگړو کليو ته محدود کړی دی، چيري چي اسلام په محافظه پالۍ سره پلي کيږي.»

دفکا تور لگوي چي په يو شمېر پيښو کي اسلامپالو په قصدي توگه ماشومان د سپر په توگه کارولي دي. هغه وايي چي يو شمېر عيني شاهدانو ليدلي دي چي د هيواد په شمالي ښار گاو کي د وسله والو تر کمپونو دباندي کوچنيا په سترگه سوي دي. دغه کوچنيان تر هغه وخت دمخه ليدل سوي دي چي فرانسوي ځواکونو دغه کمپونه بمباري کړل. د يادو ماشومانو د برخليک په هکله تر اوسه معلومات نسته.

د کورنيو جگړو یو قرباني
د کورنيو جگړو یو قربانيانځور: picture-alliance/dpa

که کوچنيان په دې توانېدلي هم وي چي له دغه ځای څخه وتښتي، نو تجربو ښوولې ده چي دوی به بيا هم د ژوند تر پايه پوري دغه پيښي په ذهن کي ولري او دا چي دغه پيښي به د دوی پر راتلونکي ژوند ژوري اغېزې ولري.

له تيرو وسله والولانجو څخه دا ثابته سوې ده چي په جگړه کي د عسکرو په توگه کارول سوي کوچنيان نه يوازي دا چي روانې ستونزي لري، بلکي زياتره وخت په کلنو کلنو د ښووني او روزني څخه هم بې برخي پاتي سوي وي. له دغو ماشومانو سره د مرستي له پاره يوه نړيواله ټولنه چي د بشري حقونو د نړيوالې محکمې له خوا يې ملاتړ کيږي، کار کوي.

دغه ټولنه چي ټرسټ فنډ فور ويکټمز يا له قربانيانو سره د مرستي صندوق نوميږي، د بېلگي په توگه په کانگو کي له داسي کوچنيانو سره مرسته کوي چي د عسکرو په توگه کار ځني اخيستل سوی وو. د افيا نومي مرستندويه ټولني غړی اېريک مونگو مالولو چي د تيري يوې لسيزي راهيسي د پخوانيو کم عمر لرونکي عسکرو روزنه کوي وايي:

«کله چي موږ له دغو پخوانيو ماشوم عسکرو سره مرستي کولې، نو په ټولنه کي زموږ کار ته د شک په سترگه کتل کيده. هغه په دې دليل چي خلکو ويل چي گويا موږ د جگړې د عاملينو او برخه والو له يوې برخي سره کومک کوو. له همدې کبله له ماشوم عسکرو سره د مرستو يوه بله برخه دا ده چي په ټولنه کي د هغوی د بېرته ادغام کار هم تر سره سي.»

د کانگو د پخوانيو ماشوم عسکرو وضعه ښيي چي تر يوې لانجې لس کاله وروسته لا هم قرباني ماشوم عسکر له ستونزو سره مخامخ وي.