1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جګړه کي دې د روغتیایي مرکزونو درناوی وشي»

۱۳۹۴ اسفند ۴, سه‌شنبه

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر یا یوناما، د جګړې پر ټولو اړخونو غږ وکړ چې د روغتیایي مرکزونو، پرسونل او ناروغانو درناوی او ساتنه وکړي. تیره اوونۍ پر دوو روغتیایي مرکزونو باندي بریدونه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1I0SX
انځور: Getty Images/AFP

دغه غوښتنه وروسته له هغه کیږي چې د دوشنبې په ورځ يوه ځانمرګي برید کوونکي د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالي کې یوه روغتیایي مرکز ته نزدې چاودتنه وکړه چې په پایله کې یې اوو تنو ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د یوناما له خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي چې د فيبروري میاشتې پر ۱۸ نیټه د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ځانګړي ځواکونه او نړیوال ځواکونه د وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ د تنګي سیدانو په سیمه کې د یو لړ ګډو عملیاتو په ترڅ کې په افغانستان کې د سویډن کمیټې په مرسته چلیدونکي حکومتي کلنیک ته ننوتل.

په بیانیه کې زیاته شوې ده چې په دې پیښه کې د مرکز مسئول او نور روغتیایی کارکونکي یوې خونې ته واچول شول او دوه ناروغان او د هغوی لیدني ته یو راغلی ۱۵ کلن هلک یې یوه نژدې دوکان ته تر بیولو وروسته ووژل.

په بیانیه کې په افغانستان کې د ملګروملتونو د ځانګړي استازي مرستیال او د بشري مرستو همغږۍ کوونکی مارک باودن، په حواله راغلي دي: «روغتیايي مرکزونه، روغتیایي کارکوونکي او هغه کسان چې له ناروغیو او یا جګړه ایزو پیښو اړوند ټپونو له کبله د درملنې په لټه کې دي، باید په هیڅ ډول له خطرسره مخامخ نه شي.»

تر دې مخکې د یوناما له خوا په یوه خپاره شوي رپوټ کې راغلي ول چې په ۲۰۱۵م کال کې په افغانستان کې د روغتیایي بنسټونو د په نښه کولو په پیښه کې زیاتوالی راغلی دی.

د یوناما له خوا په خپرې شوې بیانیه کې راغلي دي: «د جګړې له ټولو غاړو غوښتنه کیږي چې د بریدونو پر مهال دنړیوال بشري قانون ټولې مقررې، اصول، مشخصات او لازم احتیاط په پام کې ونیسي او ملکي وګړو او هغو کسانو ته زیان ونه رسوي چې په جګړه کې ښکیل نه دي.»

د ۲۰۱۵م کال د اکتوبر میاشتې پر ۵ نېټه، امریکایي جنګي الوتکو په کندز ولایت کې د بې سرحده ډاکټرانو پر یوه روغتو برید وکړ چې په پایله کې یې د ۲۴ ناروغانو، ۱۴ کارکوونکو او څلور تنو ساتونکو په ګډون لږ تر لږه ۴۲ کسان ووژل شول.

بې سرحده ډاکټرانو دغه پیښه جنګي جنایت بللی وو. طالبانو په دغه وخت کې د لنډي مودې له پاره د کندز ښار کنترول په لاس کې نیولی وو.