په «جهلم» سیمه کي د افغان پاچا شير شاه سوري کلا
د پاکستان «جهلم» سیمې ته څیرمه تاریخي روهتاس کلا، افغان پاچا شیر شاه سوري په شپاړسمه پیړۍ کې جوړه کړې وه. له دې سره سره چې دغه کلا د نړیوالو لرغونو آثارو په ليست کې شامله ده، په خراب وضعیت کې ده.
د روهتاس کلا بنسټ افغان پاچا شیر شاه سوري له نن څخه کابو څه کم پنځه سوه کاله پخوا یعنې په ۱۵۴۲م کال کې ایښی وو. د ډبرو او چونې څخه جوړي شوي دغي ودانۍ چاري په پنځوو کالو کې بشپړي شوي وې. بیا وروسته د شیرشاه سوري زوی سلیم شاه په وخت کې دغه ودانۍ پراخه هم شوه.
شیر شاه سوري د روهتاس کلا، د «گکهړ» قبیلې د یرغلونو څخه د پوځي تکتیک له مخې جوړه کړې وه. ویل کیږي چې د دغې کلا په جوړولو کې تر ۳۰۰ زرو زیاتو عسکرو او مزدورانو برخه اخیستې وه. دغه ودانۍ مجموعا ۱۲ دروازې لرلې. په انځور کې یوه دروازه او د کلا یو ویجاړ شوی دیوال ښکاري.
څه د پاسه ۲۲ متره لوړه سهیلي دروازه چې ورته سوهل دروازه هم ویل کیږي، د دغې کلا یوازنۍ دروازه ده چې تر اوسه ورته لږ زیان رسېدلی دی. کلا ته د ورننوتو په ځای کې د هغه وخت د یوه غازي سهیل خان، مزار هم شته.
شیر شاه سوري څو پیړۍ دمخه دغه کلا په هند کې د یوې بلي کلا په څیر جوړه کړې وه. په سنسکرت ژبه کې «رهتس» د سپینې هگۍ په معنی ده. له لوړي څخه به دغه کلا د سپیني هگۍ په شان ښکارېده. له رهتس څخه بیا د دغه کلا نوم په رهتاس واوښت. په دغه انځور کې د کلا د دیوال یو تیر کښ ښکاري، چې ماهره تیر ویشتونکو به پر دښمن باندي د حملو له پاره استعمالوه.
دغه کلا پر څلور سوه ایکړه ځمکه آباده ده او ښایي چې په اصل حالت کې تر دې پر زیاتي ځمکي جوړه شوې وه. خو اوس دغه کلا یو بشپړ تعمیر نه دی او د دې پاته برخې یو ځای او بل ځای پرتې دي، ځکه چې د وخت په تیریدو سره دغه کلا ته زیان رسېدلی او ډیري برخې یې نړېدلي او ورکي شوي دي. په دغه انځور کې د کلا یوه نړیدلې برخه او د دروازې د پاسه د ساتونکو برجونه او د څار ځایونه هم ښکاري.
له دې انځور څخه سړی اټکل کولای شي چې له غټو ډبرو، چونې او خټو څخه جوړه شوې دغه کلا به تر جوړیدو وروسته څومره ښایسته معلومیده. دغه کلا د سیمې د جغرافیايي نوعیت په پام کې نیولو سره جوړه شوې وه. د کلا دغه نړیدلی دیوال چې له نزدي ولیدل شي نو سړی اټکل کولای شي چې د وخت و زمان سختیۍ او په پر له پسي ډول نه پاملرنه څه پایله لرلای شي.
د کلا دې برخه ته به د «راني محل» ویل کیدی، خو د وخت په تیریدو سره دغه برخه توره شوې ده او اوس ورته «کالا محل» یا تور محل هم ویل کیږي. تر شیر شاه سوري وروسته چې کله دغه کلا مغلو ولکه کړه نو په دې برخه کې د راجه مان سنگهـ کونډه خور روپ کماري اوسیده. نو له دې کبله به ورته راني محل ویل کیده. خو اوس د کلا دغه برخه ډیره خرابه شوې ده.
د روهتاس کلا دغه برخه په غیر عادي ډول په ښه حالت کې پاتې ده. د کلا پر دباندي دیوال باندې په محرابي شکل د غشي ویشتونکو له پاره هغه ځانگړي ځایونه لیدل کیدای شي، چې یو وخت یې شمیر شا او خوا اووه زره وو. د کلابندۍ یا هم د یرغل په وخت به په دغه ځای کې ماهره غشي ویشتونکي ځای پر ځای کیدل.
د دغه کلا د شان او شوکت د اوج پر مهال به ۷۰ زره پیاده او سپاره عسکرو قیام کاوه. د کلا د دفاعي او عامې برخې تر منځ د ۵۳۳ مترو په اوږدوالي یو دیوال هم موجود وو.
د روهتاس کلا له دیوال څخه لږ وړاندي او یوه حوض ته څیرمه یوه عیدگاه اوس هم موجوده ده. په دغه ځای کې په یوه وخت ۵۰۰ کسانو لمونځ کولای شوای. داسې نه ښکاري چې دغه عیدگاه دې د کلا په څیر زړه اوسي، خو د روغي پاتېدو یو دلیل ښایي دا هم وي چې ځایي خلک اوس هم د اختر لمونځونه دلته کوي.
د روهتاس کلا په انگړ کې یوه نیمه باغچه اوس هم په ډیر ښه حالت کې ده. په اوسني حالت کې دغه باغچي د اوسني او پخواني وخت یو گډ انځور وړاندې کوي. څو پیړۍ پخوانۍ دغه کلا چې یو وخت د سربسته ښار په څیر وه، اوس د خپلو کنډوالو له کبله د «روهتاس» په کلي مشهوره ده.
په دې انځور کې د کلا بشپړه نمونه لیدل کیږي. دغه کلا د یونسکو کلتوري میراثونو په نوملړ کې هم شامله ده، خو له دې سره سره هم، کومه خاصله پاملرنه ورته نه کیږي. ځیني بهرنۍ مرستندویه ادارې د کلا له بیا رغاولو سره لیوالتیا لري، خو د هغې اجازه نه ورکول کیږي.