1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي کوریا کی پلاستیکی جراحي د پرمختگ په حال کی ده

ایزابل/ناصر۱۳۹۴ مهر ۴, شنبه

په آسیا کې پلاستیکي جراحي د پخوا په څیر د پرمختگ په حال کې ده. که څه هم د نورو هیوادونو په پرتله په جنوبي کوریا کې دغه عملیات ډیر ترسره کیږي، خو دغه عملیات له رسک او خطر څخه خالي نه دي.

https://p.dw.com/p/1Gdwr
EINSCHRÄNKUNG für LIFE LINKS - Schönheits-OP
انځور: DW/R. Richter

د پلاستیکي جراحۍ د نړیوالې ټولنې په حواله د جنوبي کوریا په هیواد کې له هرو پنځو ښځو څخه یوه یې پلاستیکي جراحي کړې ده، هغه هم د ۱۸ کلنۍ عمر ته تر رسیدو مخکې. لې مین شوې چې اوس ۲۶ کلنه ده له یو خاص غرور سره وایې چې د ۱۵ کلنې په عمر کې یې د ښوونځي د یوې زده کونکي په توگه د« بزیکس» په نامه خپلې سترگې جراحي کړي دي.

د هغې نورو همصنفیانو باید د ښوونځي تر بشپړیدو پورې صبر کړی وای، څو د ښوونځي دورې پای ته رسیدو د تحفې په ډول یې له مور څخه د جراحي عملیاتو مصارف ترلاسه کړي وای. «بزیکس» په جنوبي کوریا کې په اصطلاح هغه کوچنی سنگار دی چې د یو جراحي عمل په ترڅ کې د سترگو د بڼو په لاندنې برخه کې ترسره کیږي چې په نتیجه کې سترگي له اصلي اندازی څخه غټې ښکاري. د سیول د ښکلاء په ډیر شمیر کلینیکونو کې په اصطلاح د مور او لور په نامه تخفیف وجود لري.

که یوه لور خپلې سترگي او یا د بدن د کوم بل غړي جراحي عملیات ترسره کوي، نو مور ته یې د بوتاکس د پيچکاري کولو تر څنگ د مخ د گونځو لیرې کول په وړتیا توگه ترسره کیږي. د پلازمېنې په گنگنام سیمه کې د پلاستیکي جراحۍ د کلینیکونو یو لوې کمربند تر سترگو کیږي.

د گنگنام او سیول په نورو ولسوالیو کې هم داسې ډیر نجونې،ښځې او یو شمیر سړي هم لیدل کیږي چې تورې عینکې یې په سترگو کړي وي. دوی غواړي له دغو عینکو سره خپل د جراحۍ اثرات پټ کړي.

د ریل گاډي په تمځای، زنانه تشنابونو او نږدې هر ځای په دیوالونو کې د ښکلاء د کلینیکونو اعلانونه لیدل شوی دي. تیر کال عامو خلکو د یو ابتکاري عمل په ترڅ کې په عامه ځایونو کې دغه اعلانونه وغندل. د دې په تعقیب د سیول ښاروالۍ اعلان وکړ چې دغه اعلانات باید محدود شي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې کوم بدلون نه دی رامنځته شوې. لې مین سوی وایې نه پوهیږم چې دغه اندیښنه د څه له پاره ده.

نوموړۍ ټینگار کوي چې دغه جراحي عملیات په ځانکړي توگه د واده او کارموندنې د جانس له پاره گټور دی. همدارنگه ډیر شمیر سیلانیان هم په دغه هیواد کې د پلاستیکي جراحۍ له امکاناتو څخه استفاده کوي. د جنوبي کوریا د توریزم وزارت اعلان کړی دی چې یوازې تیر کال تر ۲۵۰ زرو ډیر سیلانیان د جراحي عملیاتو له پاره جنوبي کوریا ته ورغلي دي.

جراحان، په جنوبي کوریا کې د پلاستیکي جراحۍ له درکه د تر لاسه کیدونکي کلني عاید اندازه تر شپږو میلیاردو ډیر اټکلوي. البته دغه جراحي له رسک او خطر څخه خالي نه وي. په ځانگړي توگه د هډوکو د اوږدولو جراحي خطر نسبتاً ډیر دی. په طبي عملیاتونو کې تیروتنې ډیرې خطرناکې پایلې لرلې شي د بیلگې په توگه::او بې حسي په پرله پسې ډول د رسنیو په سرلیکو کې ځای نیولې دی.

په سیول کې یوې محصلۍ د جراحۍ له عملیاتو وروسته ځان وژنه وکړه، ځکه تر جراحي عملیاتو وروسته یې د درد د زغملو توان نه درلود. دې پيښې په جنوبي کوریا کې د ښکلاء په موخه د پلاستیکي جراحۍ په هکله تاوده بحثونه را پورته کړل.