په جنوبي سوډان کې د م م يوه څرخي الوتکه ويشتل شوې ده
۱۳۹۱ دی ۲, شنبهاعلان
د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کي مون، په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو د یوې څرخې الوتکې ویشتل سخت غندلي دي. بان په جوبأ کې له حکومت څخه وغوښتل چي دغه پېښه وڅيړي او مسوولینو ته يې جزأ ورکړي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، دغې څرخي الوتکه چې د دې سازمان ښکاره نښانونه یې درلودل، د جونقلي پر شخړه ایزه سیمه باندي ګزمه کوله، چي وویشتل شوه. په الوتکه کې سپاره ټول څلور تنه کسان د پېښې له کبله وژل شوي دي. ملګري ملتونه د جنوبي سوډان پوځ د دغي پېښي مسوول بولي. په جنوبي سوډان کې د ملګرو ملتونو استازو اعلان کړی دی چې دوی به د پېښې په اړه څیړنې پیل کړي. د جونقلي په ایالت کي یاغیان د جنوبي سوډان د پوځ پر ضد جنګیږي.