1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جنوبي سوډان کې جگړه ادامه لري

۱۳۹۵ تیر ۲۱, دوشنبه

جنوبي سوډان یو ځل بیا یوې کورنۍ جگړې ته ورگرځیدلی دی. که څه هم ټوله نړۍ په دې هیواد کې پر سولې باندې ټینګار کوي خو بیا هم د جمعې له ورځې راهیسې جگړه ادامه لري. امریکا متحده ایالات له دغه هیواد څخه خپل کارکوونکي راباسي.

https://p.dw.com/p/1JN2S
انځور: picture-alliance/dpa/P. Dhil

په پلازمېنه جوبا کې د دوشنبې په سهار ټانکونه پر سړکونو گرځیدل او ځایي اوسیدونکو په سیمه کې د سپکو او درنو وسلو د سختو نښتو د رامنځ ته کیدو رپوټونه ورکړي دي. خبري آژانسونو د عیني شاهدانو له قوله رپوټ ورکړی دی چې له دوو څرخي الوتکو څخه په ظاهري توگه د مرستیال ولسمشر ریاک مشار، د اصلي مقر پر لور حمله شوې. د یاغیانو د دغه پخواني مشر پلویان له څو ورځې راهیسې د هغه د سرسخته رقیب ولسمشر سلوا کي ير، د پلویانو پر ضد جگړه باندې بوخت دي.

د ملگرو ملتونو د یوه کارکوونکي په خبره د دوشنبې په ورځ یو ځل بیا د دوی تاسیسات تر یرغل لاندې راغلی دي. زیاته شوې ده چې د یکشنبې په ورځ د ملگرو ملتونو ودانۍ د درنو وسلو تر برید لاندې راغلې وه. په دې ترڅ کې د سوله ساتو ځواکونو یو چینایي عسکر وژل شوی دی.

کابو ۳۰۰ تنه وژل شوي

د ملگرو ملتونو امنیت شورا د یکشنبې په ورځ پر دواړو مشرانو باندې د یوې عاجلې ناستې غږ وکړ، څو جگړه پای ومومي. د امنیت شورا خبرداری ورکړ وو چې پر ملکي وگړو او د ملگرو ملتونو پر کارکوونکو باندې بریدونه په جنگي جرمونو کې راتلای شي.

د رپوټونو له مخې د جمعې له ورځې راهیسې په پیل شوې جگړه کې تر ۲۷۰ زیات کسان وژل شوي دي چې تر ۳۰ زیات په کې ملکي وگړي دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي بان کيمون هم له سلوا کي یر، او مشار څخه د پوځ د تنظیمولو غوښتنه کړې ده. خو څارونکي په شک او تردید کې دي چې د حکومت دوه مشران دې د ځواکونو چې په خپل منځ کې دښمني لري پر ټولوبرخو کنترول ولري. دواړو خواوو کابو یو کال تر مخه د سولې د تړون تر رامنځ ته کیدو پورې د یو بل پر وړاندې جگړه کوله. اوس دغه هیواد یو ځل بیا په گډوډیو کې د ښکیلیدو له خطر سره مخامخ دي.

امریکا خپل کارکوونکي راباسي

امریکا متحده ایالات په پلازمېنه جوبا کې له سفارت څخه خپل کارکوونکي راباسي. په واشنگټن کې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې یوازې ضروري پرسونل به په دغه دیپلوماتیکې نمایندگۍ کې پاتې کیږي. متحدو ایالاتو له خپلو اتباعو څخه غوښتي دي چې ځانگړی احتیاط وکړي او په عین وخت کې یې په عاجله توګه د جگړې د ختمولو غوښتنه کړې. د آلمان حکومت لا تر مخه د میلادي اوونۍ په پای کې د وضعیت د آرامه کیدو له پاره د ځانگړو گامونو د اخیستو غوښتنه کړې وه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب