په جنوبي سوډان کې الوتکه رالویدلې ده
۱۳۹۴ آبان ۱۳, چهارشنبهپه جنوبي سوډان کې د یوې انتوف الوتکې د رالویدو په پیښه کې ډیر کسان وژل شوي دي. د پیښې د قربانیانو د شمیر په هکله بیلا بیل ارقام ورکول کیږي. ډیر شمیر ځایي راډیو گانې چې پکښې د ملگرو ملتونو میرایا راډیو هم شامله ده د وژل شوو کسانو شمیر تر ۴۰ تنو ښيي.
خو د فرانسې خبري آژانس یو خبریال بیا دغه شمیر ۲۵ تنه ښوولی دی. په داسې حال کې چې د حکومت ویاند ویلي دي چې ښایي په پيښه کې تر ۱۵ کسان وژل شوي وي.
د خبري آژانسونو د رپوټونو له مخې دغه روسي ساخت الوتکه د جنوبي سوډان د پلازمینې جوبا، له هوایي ډگر څخه تر الوتنې وروسته د سپین نیل په یوه کوچني ټاپو کې رالویدلې ده.
د رسنیو د رپوټونو له مخې د رالویدلې الوتکې خرابۍ د سیند پر غاړه پرتې دي. د حکومت ویاند ویلي دي چې په قربانیانو کې د بار وړونکي الوتکې عمله او همداشان هغه اوسیدونکي شامل دي چې د الوتکې د سقوط له کبله وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې الوتکه په شمال کې پروت د لوړ نیل ولایت پر لور روانه وه.
جنوبي سوډان د نړۍ يو له تر ټولو وروسته پاته هیوادونو څخه دی. دغه هیواد له سوډان څخه د خپلواکۍ د اخیستلو جگړې پر مهال ځپل شوی دی. د ۲۰۱۱م کال د جولای په میاشتې د خپلواکۍ په تر لاسه کولو سره دغه هیواد د نړۍ نوی هیواد وگرځید. د ۲۰۱۳م کال د دسمبر راهیسې دغه هیواد یوې سختې کورنۍ جگړې ځپلی دی.