په جنوبي سوډان وضعيت نور هم د اندېښنې وړ دی
۱۳۹۲ آذر ۲۷, چهارشنبهد جنوبي سوډان په پلازمېنه جوبا کي وضعيت خطرناکه دی. د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کي د دغه سازمان ديپلوماتانو په جنوبي سوډان کي د «سولي ماموريت» د مشر هروه لادسوس، په حواله ویلي دي چي د جوبا ښار روغتونو ته له ۴۰۰ څخه تر ۵۰۰ پوري انسانانو جسدونه ور وړل سوي دي.
ويل کيږي چی نزدې۸۰۰ انسانان د جنوبي سوډان په پوځ کي د رقيبو ډلو ترمنځ په وسله والو نښتو کي ټپيان سوي دي. دغه شمېرې په جنوبي سوډان کي د ملګرو ملتونو کارکوونکو ورکړي دي خو تر اوسه پوري په رسمي ډول نه دي تاييد سوي.
جنوبي سوډانيان د تېښتي په حال کي
د جنوبي سوډان جمهور رييس سلوا کاير، ويلي دي چي په جوبا کي امنيت وضعیت «بشپړ په کنترول» کي دی.
د ملګرو ملتونو د اټکلونو له مخي اوس د جنوبي سوډان نزدې ۱۰۰۰۰ ملکي وګړي د تېښتي په حال کي دي. د دغه هيواد له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي هيلده جانسون، ويلي دي چي د تيښتي په حال کي کسان په جوبا کي د ملګرو ملتونو تاسيساتو ته ورغلي دي. افريقايي ټولني هم په دې اړه «ژوه اندېښنه» ښوولې ده او د دغه وضعيت د ژر له منځه وړولو غوښتنه يې کړې ده.
د امریکا متحده ايالاتو له جنوبي سوډان څخه د سفارت ټول کارکوونکي په بشپړه توګه ايستلي دي او خپلو وګړو ته يې لارښوونه کړې ده چي جنوبي سوډان ته له ورننوتلو څخه ډډه وکړي.
دغه راز په برلين کي د آلمان د بهرنيو چارو وزارت دغه افريقايي هيواد ته د سفر کولو په اړه خبرداری ورکړی دی. د دغه وزارت په ويبپاڼه کي ليکلي سوي دي چي «ټول آلماني اتباع هر څومره ژر چي کيږي بايد له دغه هيواد څخه ووځي.»
د نفو له اړخه غني هيواد جنوبي سوډان چي په۲۰۱۱ کال کي يې له سوډان څخه خپلواکي واخيستله تر اوسه پوري د ثبات راتلو څرک نه پکښې معلوميږي. له ۱۹۸۳ کال څخه تر ۲۰۰۵مېلادي کاله پوري چي د سولي يو قرارداد لاسلیکېدی د سوډان په کورنۍ جګړه کي نزدې دوه ميليونه انسانان ووژل سول.
په تيرو اوونيو کي د پخوانيو ياغيانو د رهبرۍ او اوسني ملي آزادي غوښتونکي غورځنګ غړيو جمهور رييس د «ديکتاتورۍ» په چلن تورن کړی دی.