1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په جلال آباد کې ځانمرګي برید د حج او اوقافو رئیس وژلی

۱۳۹۶ اسفند ۱۶, چهارشنبه

د ننگرهار ولايت چارواکي وايي چې په دغه بريد کې د حج او اوقافو رئيس او د هغه موټر چلونکی او يو بل کس وژل شوي او څو نور ملکيان ټپيان شوي دي.

https://p.dw.com/p/2trOM
Afghanistan, Selbstmordanschlag in Jalalabad
انځور: DW/O.Deedar

د چهارشنبې په ورځ ماسپښین شاوخوا درې بجې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد ښار په لومړۍ ناحیه کې د دې ولایت د حج او اوقافو د رئیس پر موټر ځانمرګي برید شو، چې له امله یې خپله رئیس، د هغه موټر چلوونکی او يو بل کس وژل شوي دي.

د ننگرهار ولايت د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي دويچه ويله ته وویل چې د مولوي عبدالظاهر حقاني پر کرولا ډوله موټر داسې مهال ځانمرګی برید شوی چې کله د هغه موټر دغې سیمې ته ورسېد.

خوږياڼی وايي چې رئيس حقاني په دغه بريد کي سخت ټپي شو چي وروسته يې په روغتون کې د سختو ټپيو له امله سا ورکړه.

هغه وايي په پېښه کې ۱۶ملکيان ټپيان شوي دي، چې اوس په عامې روغتیا ریاست کې تر درملني لاندي دي.

چارواکو ویلي دي چې د ځانمرګي برید موخه مولوي عبدالظاهر حقاني وو.

بله خوا د ننګرهار ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند انعام الله میاخیل وايي چې د جلال اباد حوزوي روغتون ته ۱۰ ټپیان او دوه جسدونه لېږدول شوي دي.

هغه وايي، ټپيان ټول ملکي وګړي او لویان دي چې روغتیايي حالت یې ښه دی.

د پيښي په سیمه کې دوو عیني شاهدانو محمد عمران او تمیم له رسنیو سره په خبرو کې وويل چې لومړی یوه پلي ځانمرګي بریدګر د حج او اوقافو د رئيس پر موټر ځانمرګی برید وکړ، چې ورسره سم د هغه موټر چلوونکی ووژل شو او رئيس په ټپي حالت کې په رنجر موټر کې روغتون ته ولېږدول شو.

دغو کسانو وویل چې په سیمه کې یې ډېر ټپیان په زخمي حالت کې لیدلي، چې ډېر يې ملکيان ول.

تر اوسه د دې پېښي مسئولیت کوم چا یا ډلې پر غاړه نه دی اخستی.

د ننګرهار د حج او اوقافو رئیس مولوي عبدالظاهر له هغو دیني عالمانو او چارواکو څخه وو چې ډېر کله به یې پر داعش او نورو وسله والو ډلو لفظي ګوزارونه کول او د هغوی جنګ یې ناروا باله.