1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کې د ملالۍ جويا په پلوي مظاهره وشوه

۱۳۸۶ خرداد ۴, جمعه

د اټکل له مخې دوو سوو کسانو چې د هغو په ډله کې نيمه برخه ښځې وې په جلال آباد کې له ولسي جرگې څخه د ملالۍ جويا د ځنډولو په ضد لاريون کړی دی. غوښتنه يې دا وه چې آغلې جويا دې بېرته پارلمان ته پرېښووله شي.

https://p.dw.com/p/DK9j
مظاهره چيان په جلال آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته ولاړل
مظاهره چيان په جلال آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته ولاړلانځور: AP
مظاهره چيان په جلال آباد کې د ملگرو ملتونو دفتر ته ولاړل او د ولسي جرگې د غړې ملالۍ جويا په ملاتړ يې يو ليک کښلی و چې د ملگرو ملتونو کارکونکو ته يې ورکړ. لاريونکونکو په دې ټينگار کاوه چې ولسي جرگه د هغې د گوښه کولو حق نه لري ځکه چې آغلې جويا په فراه کې ولسي جرگې ته انتخاب شوې ده. د پنج شنبې په ورځ داسې ورته لاريونونه په فراه کې هم تر سره شوي وو.