1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جلال آباد کي د يوه لوی سړک کار پر بشپړېدو دی

۱۳۸۷ تیر ۴, سه‌شنبه

د اروپايي ټولني د 18 میلونو ایرو په مالي مرسته په ننګرهار ولايت کي ديوه بای پاس سړک د جوړولوچاري په سلو کي 95 بشپړي سوي اوپه نژدې راتلوونکو ورځو کي به د ترافيکو پرمخ پرانستل سي.

https://p.dw.com/p/EQ9S
انځور: AP

د غه سړک چي شاوخوا 18 کيلو متره اوږد والی لري د جوړولو کار يي يو کال وړاندي پيل سوی و. دننګرهار ولایت دفوايد عامې ريیس انجينر محمد عارف په وينا دغه سړک د جلال اباد ښار د بای پاس په نامه نومول سوی دی چي د ښار په جنوبي څنډه کي تيريږي،دتورخم جلال آباد د عمومي سړک څخه د ګمرک د رياست سره جلاکيږي چی، د جلال آباد ښار لويديځ لورته د سره رود په سيمه کي بیرته دکابل جلال آباد له عمومي سړک سره يوځای کيږي.

د ننګرهار ولایت د فوایدعامې د رييس په ويناچي، پر دغه سړک باندي به لوی بار وړونکي موټر تګ راتګ کوي او په ښارکي به د زياتي ترافيکي ګڼه ګوڼي څخه مخنيوی وسي او د بلي خوا به خلګ په اسانۍ سره کابل او ترخم ته تګ راتګ وکړای سي.

د یادولو وړ ده چي اوس مهال زياتره لوی بار وړونکي موټر دجلال آباد ښار د مينځ څخه تيريږي چي د يوې خوايي په ښارکي ترافيکي ګڼه ګوڼه زیاته کړې ده او له بلي خوايي د ښار ټول سړکونه کښينولي دي.

د ځايي اوسېدونکي احمد خالد په خبره چي د يادووسوو ستونزو پرته دوی د شپې لخوا خوب نسي کولای، نوموړی وايي چي ټوله شپه او روځ دلويو موټرو داسي آرنونه اواو آزونه ترغوږوکيږي چي ماشومان يي په خوب کي بېريږي او خوب نه ورځي. هغه وايي چي ددې سړک په جوړېدو سره به هغه ماشومات ارام خوب وکړي چي اوس ځني بې برخي دي.

ديادوني وړ ده چي، د ننګرهار په ولايت کي د ډيرو سړکونو د جوړولو کارونه پيل سوي دي. د هغه ولايت د فوايد عامې رياست د مسولينو په وينا په راتلوونکو څوکلونو کي به پدې ولايت کي ټول سړکونه ډمبر او جوړ سي چي د خلکو سته ستونزي به تر ډیره ځايه پوري هواري سي.