په جرمني کې یو افغان مهاجر د قتل په تور نیول شوی
۱۳۹۵ اسفند ۲, دوشنبهد جرمني پولیسو د دوشنبې په ورځ(د فبرورۍ میاشتې ۲۰) ویلي دي چې دغه وژل شوی کس چې یو عراقي تبع دی د یکشنې په ماښام د مهاجرو موقتي استوګنځای مخې ته په ډیر سخت ټپي حالت کې موندل شوی دی. قرباني تر ټپي کیدو لږ وروسته سا ورکړی ده.
هغه ۲۱ کلن افغان مهاجر چې له وژل شوي کس سره یوځای اوسیده، پولیسو په دې پيښه کې د لاس درلودلو په تور نیولی دی.
د لوبیک ښار د څارنوالۍ ویاندي ویلي دي چې څارنوالۍ د وژونکي حملې په دلیل د شکمن کس د بندي کولو امر کړی دی.
پولیسو ویلي دي چې شکمن قاتل اعتراف کړی دی چې د قرباني يې په غاړه کې په چاقو وهلی دی. د پولیسو په وینا شکمن قاتل ادعا کوي چې دغه ۲۲ کلن عراقی ورته نږدې شوی وو، خو دا یې نه دي ویلي چې دا عمل یې د ځان په دفاع کې کړی دی.
ويل شوي دي چې د دغو دواړو (مقتول او شکمن قاتل) تر منځ څو واره مخکې هم شخړي رامنځته شوې وې. تر اوسه پورې د دغې وژونکي شخړي اصلي دلیل روښانه نه دی.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: