1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کې ډېر افغان مهاجر د خپلو خپلوانو په لټه کې دي

آژانسونه/ ب.ح۱۳۹۵ شهریور ۴, پنجشنبه

د جرمني د سره صلیب مؤسسې د وینا له مخې هغه مهاجر چې جرمني ته راغلي دي، د دغي مؤسسې د «لټون د خدماتي ادارې» په مرسته د خپلو تري تم شوو خپلوانو پسي لټون کوي چې ډېر یې افغانان دي.

https://p.dw.com/p/1JpfL
انځور: picture-alliance/dpa/A. Warmuth

ډېر هغه کډوال چې له خپلو هیوادونو څخه د اروپا پر لور حرکت کوي، د لارې په اوږدو کې د خپلې کورنۍ غړي او نور خپلوان ترې ورکیږي. کوم کډوال چې جرمني ته رسیږي، د دغه هیواد سره صلیب مؤسسی (DRK) ته مراجعه کوي څو د لادرک شوو خپلوانو په موندنه کې ورسره مرسته وکړي.

د نوموړې مؤسسې رئیس، رودولف زایترز د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۶م کال د اگست ۲۵مه) په برلین کې وویل: «سږ کال ښايي تر۳۰۰۰ پوري خلک موږ ته داسي غوښتني وړاندي کړي.»

د زایترز د وینا له مخې د روان میلادي کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۱۴۰۱ کسانو ورته مراجعه کړې ده چې د خپلو کورنیو د لادرک شوو کسانو په لټه کې دي. تیر کال په ټوله موده کې د داسی خلکو شمیر ۱۶۳۶ ته رسېد. د جرمني سره صلیب مؤسسې ویلي دي چې د خپلوانو او د کورنیو د غړو د لټون ډېر غوښتلکیونه د افغان مهاجرو له خوا دوی ته وړاندي شوي دي.

دغه راز د لادرکه شوو کم عمرو مهاجرو شمیر او په میندو او پلرونو او نورو خپلوانو پسې د هغوی د لټون غوښتنې زیاتي شوي دي. د سره صلیب مؤسسې رئیس زایترز، وویل چې تیر کال په دې اړه دوی ته ۳۴۵ غوښتني وړاندي شوي وې، خو سږکال يې تراوسه پوري ۵۰۰ داسي غوښتني ترلاسه کړي دي.

د اگست ۳۰ مه د لادرک شوو نړیواله ورځ

په نړۍ کې ډير انسانان وخت په وخت د مختلفو پیښو له امله ورکیږي او د هغوی د کورنۍ پاتې غړي او خپلوان ډېر وخت د ژوند تر پایه د ویر پر ټغر ناست وي. په همدې مناسبت د اگست ۳۰ مه د لادرک شوو د نړېوالۍ ورځې په توگه لمانځل کیږي څو د دغو خلکو یادون وشي.

د سره صلیب د «لټون د خدماتې ادارې» د آمریت مرستیال، رونالد رایمن، څرگنده کړه چې د لادرکه شوو کسانو لټون ډېر وخت له دې امله سخت دی چې د هغوی هویت او مکمل شهرت لکه نوم، تخلص او د زیږیدو نېټه او ځای په دقیقه توگه معلوم نه دي او یا د ثبت په ادارو کې د هغوی نوملیکنه په سمه توگه نه ده شوې، ځکه د هرې ژبی رسم الخط فرق کوي، کله چې یو نوم په پردې ژبه لیکل کیږي، د لیکنې په بڼه کې توپیر راځي. رایمن وویل: «د بیلگې په توگه د محمد نوم په ۷۰ مختلفو شکلونو لیکل شوی دی.»

هغه زياته کړه: «په همدې وجه له درو کلونو راهيسي د اروپا د سره صلیب مؤسسو او د نړیوال سره صلیب کمېتې د «تریس د فیس» یعنی «د انځور له مخکې لټون» پروژه یې پيل کړې ده چې د لادرک شوو کسانو لټون د انځور یا عکس له لارې تر سره شي.»

د رایمن د وینا له مخې د همدې انترنتي پروژې له لارې تر اوسه پوري زیتن شمیر داسې پیښې حل شوي دي. هغه وویل، خو په دې اړه مهمه دا ده چې د هر سړي شخصي اطلاعات خوندي وساتل شي، په خاصه توگه د کم عمرو کسانو.

د آلمان د سره صلیب مؤسسې رئیس دغه راز د یوه اروپايي اطلاعاتي مرکز د جوړلو غوښتنه وکړه، څو د هغو کډوالو هویت ثبت کړای شي چې د لاري په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي: «په مدیترانه کې د زرونو مهاجرو د وژل کیدو پیښو ته په کتو سره د داسي یوه مرکز جوړل دير زیات اهمیت لري.» هغه یادونه وکړه: «د لادرکه شوو کسانو برخه لیک تل د هغوی کورنۍ او د کورنۍ غړي ځوروي.»

د آلمان د سره صلیب موسسه لا تراوسه د دوهمې نړېوالۍ جگړې په ترڅ کې او وروسته له جگړې د لادرکه شوو خلکو چې ځینې بندیان نیول شوي او ځینې تښتول شوي دي، لټون کوي. زایترز وویل: «تیر کال په دې اړه ۱۱۶۲۰ غوښتني وړاندي شوي دي.» هغه وویل: «په دې برخه کې په خاصه توگه د لادرکه شوو کسانو ماشومان او یا د هغوی لمسیان فعال دي.»