1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کې د يونيسف کميته د مرستو د اعتبار سند له لاسه ورکړ

۱۳۸۶ اسفند ۳, جمعه

د ملگرو ملتونو د ماشومانو سره د مرستو ټولنې UNICEF په جرمني کې د دوولسو کالونو څخه وروسته د مرستو د اعتبار سند له لاسه ورکوی.

https://p.dw.com/p/DKFz
انځور: picture-alliance/dpa


په برلين کې د آلمان د ټولنيزو مسايلو انستيتوت وايي، چې د دغه کار علتونه د يونيسف په مشرتابه کې د غلطيو، د مرستو په هکله د معلوماتو پټول او هم ځېنو خلکو او کمپنيو ته رشوت ورکول دي.

په آلمان کې د يونيسف موقتي مشر شلاگين وايت وايي، چې موږ دغه انتظار نه درلود او دا به زموږ د د کارونو لپاره ستونځې پيدا کړی.
خو ده په يونسف کې د غلطيو باندې اعتراف کړی دی او وعده يي ورکړه، چې دوی به په خپلو کارونو کې بدلون راولی.