1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کښي هر شپږم کوچنی غريب دی

۱۳۸۸ شهریور ۲۶, پنجشنبه

دغي نتيجه ګيرۍ ته په اروپا کښي د اقتصادي ګډي همکارۍ او پراختيا دسازمان يا OECD يو رپوټ رسيدلی دی . اودا اولين رپوټ هم ندی ،چه جرمني ته د فاميلي حمايې په خاطر ښه نمره نه ورکوي .

https://p.dw.com/p/Jinr
انځور: picture-alliance/dpa

دا پداسي حال کښي چه جرمني د نورو صنعتي هيوادو په نسبت د کورنيو او دهغو د کوچنيانو سره 20 فيصده اضافه کومک کوي .

څوک چه په جرمني کښي کوچني زيږوي ،کولای سي ددولت او نورو خيريه مؤسسو لخوا پيسې او مالي کومک پلاس راوړي . ددغو پيسو 40 فيصده مستقيمأوالدين اخلي ،او باقي مانده يې نورو حمايوي سازمانو لکه وړکتونو ته ځي .

د ځينو کومکونو څخه هغه والدين ګټه اخلي چه کارونه کوي ،خو ځيني کومکونه بيا د بيکارانو دپاره په نظر کښي نيول سوي دي .

ليکن د کوچني د پيداکيدو د ورځي څخه ټول والدين د کوچنيانو په نامه دولتي کومک اخلي . د اول کوچني پر سر د مياشتي 164 ايرو،چه بيا تر دريم کوچني وروسته ډيريږي .

هغه ښځي چه کارونه کوي ، د کوچني تر پيداکيدو يوه نيمه مياشت مخکي او دوې مياشتي وروسته تر هغه د صحي بيمې څخه د مور په نامه پيسې تر لاسه کوي ،او که څه هم دا په دغه وخت کښي بايد کار ونکي .

تر هغه وروسته والدين کولای سي ،د والدينو د پيسو په نامه دولت ته عريضه وکي ،او هغه هم پلاس راوړي . دولت دوی ته د کوچني د پيدا کيدو څخه بيا تر 14 مياشتو پوري ددوی د معاش ددوه پر دريمي برخي په اندازه پيسې ورکوي ،خو په هيڅ صورت تر300 ايرو کمي نه وي .

هغه کوچنيان چه والدين يې بيکاره دي ،ددولت لخوا اضافه کومک هم ورسره کيږي . د هغو سره د 215څخه تر 360 ايرو پوري ،ددوی د سن پر اساس اضافه کومک هم کيږي . په مجموع کښي لکه څنګه چه د 2008 کال د احصايې څخه معلوميږي ، دولت د کاله د بالغو کسانو سره 6000 ايرو او د کوچنيانو سره د هغه نيمايي کومک کوي .

انتقاد کونکي سازمانونه لکه د جرمني د کوچنيانو حمايوي اتحاديه د کوچنيانو دپاره دغه کومکونه لږ بولي . ددغي اتحاديې د محاسبې پر اساس مثلأ يو 13 کلن کوچنی د ډوډۍ دپاره د ورځي فقط دوه ايرو پلاس راوړي ،او دا په داسي يوه هيواد لکه جرمني کښي چه غذايي مواد ګران دي ،د صحي خوړو دپاره کفايت نه کوي .

د جرمني داخله وزير د يوه مکتب د کوچنيانو سره د ليدو پر مهال
د جرمني داخله وزير د يوه مکتب د کوچنيانو سره د ليدو پر مهالانځور: picture-alliance/ dpa

دډياکوني په نامه د جرمني د بڼ د ښار د خيريه مؤسسې څخه ټينا لاو ددغه ښارد اجتماعي پرابلمو مسؤله ده . دا او ددې نور همکاران هغو کسانوته مشورې ورکوي چه د اقتصادي او فاميلي مشکلاتو سره مخامخ وي . دا پدې عقيده ده چه غربت په جرمني کښي يوازي مادي موضوع نده ،او وايي :

«فقر او غربت څو اړخيزه جنبه لري . فقر پدې معنی دی چه مثلأ يو سړی صحي خدماتو ،تعليم او تربيې ،کلتور او يا د ښه اوسيدو امکانات ونلري . ډير انسانان پداسي ماحول او کورو کښي اوسيږي ،چه ماحول او کورونه دواړه يې د ګذارې نه وي »

د والدينو د پيسو د يوې معيني برخي څخه ماليات هم نه اخيستل کيږي ،يعني پر 6000ايرو باندي ماليه نه ورکوي .

د انتقاد کونکو غوښتني داهم دي چه هغه پيسې چه خيريه،تحقيقاتي او نورو مؤسسو ته ورکول کيږي ،بايد په ښه ډول سره استعمال سي ،او زيادتره پکښي د غريبانو سره کومک وسي . ټينا لاو هم په همدغه عقيده ده ،اووايي :

«هغه کوچنيان او والدين چه متضرر او د غربت سره مخامخ دي ،ډيري پرستارۍ او حمايې ته ضرورت لري ، تر څو دوی پر تربيوي مسايلو او د شخصي ژوندانه د پرمختګ پر لارو چارو باندي کاميابه سي . ځکه که دوی پداسي يوه حالت کښي وي چه بيکاره وي ،او معاش ونلري ،نو دا يو ډير سخت حالت دی .»

متأسفانه بيکاري د هغو اولادو ته هم انتقاليږي ،او هغوی هم بيا نسي کولای ،چه د اجتماعي خراب حالت څخه ځانونه راوباسي . يوازي خيريه او کومکي مؤسسې ، مقامات او نور حمايوي سازمانونه کولای سي په دغه لار کښي يو څه کومک وکي ،او هغوی ددغه اجتماعي پرابلم او ګرداب څخه وژغوري .

ګراټ وُل /

کتونکي : محمد قاسم نوري