په جرمني کي کارناوال او آزادۍ يې
د جرمني ميليونونو وگړو د دوشنبې په ورځ د ځانگړو جامو په اغوستلو سره جشن وکړ. دا يوازي د کارناوال جشن يو اړخ وو. د هغه مهمه برخه «د بيان آزادي» ده. انځورونه ئې دلته وگورئ:
د دوشنبې ورځ چي په «گلاب ورځ» (Rosenmontag) سره شهرت لري، په جرمني کي کارنوال خپل اوج ته ورسېد. په ميليونونو آلماني وگړو په ځانگړو ماجو سره پر سړکانو او کوڅو کي نڅاوي وکړې.
د جرمني د کارنوال جشن له پنجشنبې چي «د ښځو شپه» بلل کيږي پيليږي. د «ښځو شپه» له ۱۸۲۴م کال راهيسي د کارناوال په جشن کي زياته سوې ده. تر دغه تاريخ يو کال مخکي د جرمني د بن ښار ښځي د ښځو د حقوقو د نابرابرۍ په خاطر پر سړکانو باندي د نارينه وو نيکټايي قيچي کړې او وروسته ئې د ښاروالۍ وداني ونيوله. دغه مراسم اوس هم د نندارې په توگه هر کال د پنجشنبې په ورځ تر سره کيږي.
د کارناوال په ورځو کي د ټول ښار سړکونه او ودانۍ له بېلابېلو څېرو ډکي وي. په جرمني کي کارناوال «پنځم فصل» بلل نومول کيږي. خلک نڅيږي او خوشحالۍ کوي. خو دا د کارناوال يو اړخ دئ. د کارناوال مهم اړخ د «بيان آزادي» او پر هغه چا نيوکي دي چي خلک ستونزي ورسره لري.
د دوشنبې ورځي «د سره گلاب دوشنبې» د کارناوال هيئت يوه موضوع راپورته کوي. د دې کارناوال يوه موضوع د کوچنيانو له پاره د دولتي وړکتونو د کمښت موضوع وه.
يوه بله موضوع د دوو ښار ونو (کولن او ليورکوزن) ترمنځ د يوه تاريخي پل د جوړولو موضوع وه.
دغه کارناواليستي چي ځان د جرمني د دفاع وزيري «اورزولا فون ديرلاين» په شان جوړ کړی دئ، د جرمني د هوايي ځواک پر کمښت ئې نيوکي کولې.
په دې انځور کي د جرمني د سوسيال ديموکرات گوند غړی مارتين شولڅ چي ځان ئې صدراعظمۍ ته هم کانديد کړی دئ ښول کيږي. وروستيو نظر پوښتنو ښوولې ده چي هغه په ځينو برخو کي ډېر مخکي دی او دغو نظر پوښتنو پړسولی دئ.
له کارناواليستانو څخه يوه موضوع هم پاته نه وه. حتی د «اقليم بدلون» هم.
دا د اروپا د مرکزي بانک د پيسو سياست ښيي. په دې انځور کي د اروپايي ټولني د مرکز بانک رئيس رسم سوی چي په هغه چا پسې سوټک راخيستی چي له معاشه پاته سوي پيسې غولک ته اچوي.
دغه طرحه چي په دوسلدورف کي نندارې ته وړاندي سوه، د امريکا د جمهور رئيس دونالد ترمپ، په فرانسه کي د ښی اړخو رهبره مارين له پن او دغه راز په هالنډ کي د ښی اړخو رهبر خرت ويلدرز ئې د آدولف هيټلر ترڅنگ درولي دي. د دوی وريښتانو ته ژړ رنگ ورکړل سوی دی او ورته ليکلي ئې دي چي «ژړ رنگ د قهويي رنگ نوې بڼه ده.» د هيلټر په رژيم کي د «اس آ» ځواکونو په قهوه يي رنگه جامو مشهور ول.»
بهرنی سیاست او هغه څه چي اوس په نړۍ کي ران دي هم د کارناواليستانو دپام وړ ول. دغه د ترکيې پر جمهور رئيس اردوغان نيوکه سوې ده.
دا په دوسلدورف کي د پولڼد پر حکومت نيوکه ده چي وايي «په ديموکراسي ځان مړوي او له بلي خوا ديکتاتوري راباسي.»
کارناواليستانو له اروپايي اتحاديې څخه د بريتانيا وتل (BREXIT) ځانه وژنه بللې ده.
د امریکا جمهوررئيس او د آزادۍ سمبول. دونالد ترمپ او د هغه سياست سږکال د کارناوال تر ټولو گرمه موضوع وه او کارناواليستانو سختي نيوکي پر وکړې.
بله طرحه چي په دوسلدورف کي نندارې ته وړانده سوه، هغه د ديموکراسۍ يوه شنه پاڼه د چينجيانو خوراک وو. دغه چينجيان د روسيې جمهوررئيس پوتين، د ترکيې جمهوررئيس اردوغان، د امريکا جمهوررئيس ترمپ، د پولنډ جمهوررئيس کاچينسکي او د هنگري جمهوررئيس اوربان بلل سوي دي.
يوازي يوه تن چي ځان ئې د «ځانمرگی تروريست» په شان جوړ کړی وو، د جرمني پوليسو په دغه کارناوال کي د گډون اجازه ورکړې وه.
سږکال د جرمني پوليسو د کارناوال جشن د خوندي ساتلو په موخه سخت امنيتي تدابير نيولي ول. دوی ټولي لاري تړلي وې. خو خلک ويل چي د کارناوال دغه شان ترسره کېدل د آزادۍ بڼه نه لري.
کارناوال جشن د دوشنبې په ورځ خپل اوج ته رسیږي. د سه شنبې په ورځ د «اعتراف ورځ» ده چهارشنبې چي ورته د ايرو ورځ ويل کيږي کاتوليکي مسيحيان روژه پيلوي چي دوی به څلوېښت ورځي غوښي او ډېر خواړه نه خوري.