په جرمني کي ښوونځي ته شاملیدل څه ډول لمانځل کیږي؟
ځيني کوچنیان ورته خوشحاله وي، ځیني نور بیا وارخطا او بې جرأته وي. خو د ښوونځي اوله ورځ هر چاته گوري. په جرمني کي ښوونځي ته د کوچنیانو شاملیدل په ځانگړو دودونو سره لمانځل کیږي، ځیني دغه دودونه په سونو کلونه تاریخ لري.
له سوغاتونو ډکه کڅوړه
په جرمني کي هغه کوچني چي د لومړی ټولگی په اوله ورځ ښوونځي ته ځي نو دغه کاغذي کڅوړه چي د قند شکل لري له ځانه سره وړي. په دغه کڅوړه کی ډول ډول شیرینۍ، د لوبو سامانونه او قرطاسیه اچول کیږي. دغه کڅوړه خورا اوږد تاريخ لري چي اتلسمي مېلادي پیړۍ ته رسيږي.
په ژوند کي بدلون
په جرمني کي اکثره کوچنیان چي د سپتمبر او یا هم اگست په میاشت کي ښوونځی ته شاملیږی، شپږ کاله یې پوره کړي وي. زیاترو یې یو کال مخکی په وړکتونونو کي تیر کړی وي او په دې پوهیږي چی څنگه په یوه گروپ کي ژوند وکړي. مکتب ته د کوچنیانو شاملیدل هم د ماشوم او هم د میندو او پلرونو په ژوندانه کی یو نوی بدلون راولي.
د مکتب بسته باید مناسبه وي
د ښوونځي تر اولي ورځي مخکي لا کوچنیانو ته د مکتب یوه نې بسته رانیول کیږي. اکثره دغه بستې یو کلک چوکاټ لري تر څو پر کتابونو او کتابچو باندي فشار رانه سي. خو ځیني بیا عادی بسته په شا کوي. د کوچنیانو له پاره د هغوی رنگ او ماډل مهم وي. ډولونه یې ډیر دي. د هلکانو له پاره سږکال Star Wars موډ دی او«سوپر من» خو هر کال وي.
د تفریح پر وخت خوړو ته خوشحالۍ
د ښوونځي نوې بسته باید وروسته په ځانگړو ضروري شیانو لکه قلمانو، دوسیو او خط کشونو ډک سي. همدارنگه د ډوډۍ قوطۍ هم مهمه ده. که څه هم په زیاترو ښوونځيو کي د غرمې ډوډۍ ورکول کیږي، خو بیا هم نوي زده کوونکي د تفریح پر وخت ځینو خوندورو خوړو ته هم خوشحالیږي.
لطفاً وخاندی!
همدارنگه د ښوونځي د اولي ورځي ضروری عکس هم باید له یاده ونه ایستل سي. کوچنیان خپل هغه بسته په شا کوي چي لکه دوی دومره غټه وي او په لاس کي بیا یوه لوحه نیسي چي ورباندي لیکل سوي: «زما د مکتب اوله ورځ». ځیني کوچنیان په ډیر افتخار سره عکس اخلي خو د ځینو نورو بیا دغه ډول عکاسي دومره نه خوښیږي.
مشران زده کوونکي د هغوی ملاتړ کوي
د ښوونځي د لومړۍ ورځي په مراسمو کي نوو زده کوونکو ته د لوړو صنفونو لکه دوهم او دریم ټولگیو زده کوونکو له خوا هرکلی ویل کیږي. په دې ډول له هغوی سره مرسته کوي چي د مکتب په لومړیو ورځو کي څرنگه ځانونه دلته عیار کړي او همدارنگه ځیني لارښووني هم ورته کوي.
ټولگيو ته ورتگ
نوو زده کوونکو ته د ښوونځي د ودانۍ پیژندل هم ددغو مراسمو مهمه برخه ده. دغو کوچنیانو ته د هغوی صنفونه ښوول کیږي. اکثره وخت په ښوونځیو کي د الف، ب او ج لومړي صنفونه وي چی زده کوونکي ورباندي ویشل کیږي. په بله ورځ بیا کوچنیان مجبوره دي خپل صنف پخپله پیدا کړي او یا هم د نورو زده کوونکو له خوا ورته لارښوونه کیږي.
په کورنیو کي لمانځنه
په ښوونځي کي تر ځانگړو مراسمو وروسته بیا اکثره کورنۍ په خپلو کورونو کي هم مېلې جوړوي. دا په دې معنی چي آنا او نیکه، خپلوانو او دوستانو ته دعوت ورکول کیږي، څو يو ځای قهوه او کیک وخوري. او تر ټولو مهمه خبره داده چي اوس نو کوچنی اجازه لري خپل په خوږو شیانو ډکه د مکتب کڅوړه هم خلاصه کړي.
د ښوونځي دوهمه ورځ
د ښوونځي په دوهمه ورځ بیا په عادی ډول درسونه شروع کیږي. او دغه درسونه نو تر ۱۲ یا ۱۳ کالو پوري ادامه پیدا کوي. اوس نو باید یوازي، لوستل، لیکل او شمیرل پيل سي.