په جرمني کي په زرونو سنت سوي ښځي او نجوني ژوند کوي
۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبهد يوې نوي څېړني له مخي چي د دوشنبې په ورځ په برلین کي وړاندي سوې ده، دغه ښځي يا نجوني چي سونت سوي دي ډېری ئې د اريتريا، عراق، سوماليا، مصر او ايتوپيا وگړي دي.
د ښځو د بشري حقونو سازمان «Terre des Femmes» مشري کريستا شتوله، د جرمني د فاميلي چارو له وزيري سره د دغي څېړني د وړاندي کولو پرمهال وويل: «د ښځو تناسلي غړی پرېکول له بشري حقونو جدي سرغړونه ده چي ښځي په ټول عمر کي ترې رنځ گالي.»
هغې زياته کړه: «موږ په نړۍ کي له ټولو حکومتونو څخه غواړو چي د ښځو او نجونو جسمي سلامتيا قانوني خوندي وساتي.»
په ځينو هيوادونو کي نجوني هغه مهال سنتيږي چي بلوغ ته رسیږي. د روغتيا نړيوال سازمان د اټکل له مخي په نړۍ کي نژدې ۲۰۰ ميليونه نجوني او ښځي سنت سوي دي.
د دغه دود قرباني نجوني او ښځي له مېړه سره د يوځای کېدو، ميتيازو او ماشوم د زېږولو پرمهال سخت درد گالي.
د دغي څېړني له مخي د دغه دود زياتره قربانۍ د مصر، جيبوتي، گينه، مالي او شمالي سوډان وگړي دي. په دغو سيمو کي نژدې ۹۰ سلنه ښځي سنت سوي دي.
د دغي څېړني له مخي په جرمني کي هم ۵۰۰۰ داسي نجوني ژوند کوي چي د سنتۍ له گواښ سره مخامخ دي. په جرمني کي د ښځو سنتي منع ده او که تر دغه هيواد دباندي هم وسي جريمه لري.
جرمني ته له نورو هيوادونو څخه راغلي ځيني داسي کورنۍ سته چي د خپلي نجلۍ د سنتولو له پاره له جرمني وځي، څو نجلۍ هلته سنت کړي. د دغسي پيښو د مخنيوي له پاره اوس داسي قانون پلي کيږي چي هر چا چي دغه کار کړی وي (نجلۍ ئې د سنتۍ له پاره بل هيواد ته بېولې وي) پاسپورت ئې ترې اخيستل کیږي.
د جرمني د فاميلي چارو وزارت د بهرنيو اړيکو مسئول رالف کلاين ديک، ويلي دي: «څېړنه ښيي چي دغه موضوع اوس په جرمني کي هم د بحث وړ ده.» هغه وويل چي د دې ريښې په مهاجرت کي دي.