په جرمني کي پر ملکيانو د چړې بريد
۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۱, سهشنبهمونشن ته نزدې د چړې یوه برید د سه شنبې په سهار يو آلمانی وژلی دی. په پیښه کې درې نور کسان ټپیان شوي هم دي.
د بایرن ایالت د پولیسو ویاند کارل هینز زیګرر، رسنیو ته په یوه استول شوې بیانیه کې د پیښې د رامنځ ته کیدو څرنګوالی تشریح کړی دی. د هغه په حواله یوه ۲۷ کلن آلمانی په ګرافینګر اس بان تمځای کې کله چي اورگاډی ولاړ وو، یو کس په جړې وهلی دی. دغه پیښه سهار وخته پر ۴بجو او ۵۰ دقيقو رامنځ ته شوې ده.
تر هغه وروسته برید کوونکی له اورګاډې وتلی او پر یوه بل کس یې په تمځای کې برید کړی دی. هغه بیا د اورګاډي له تماځایه وتلی دی او پر دوو نورو کسانو چې پر بایسکلونو سپاره وو، برید کړی دی.
پولیس ژر سیمې ته رسیدلی دی او برید کوونکی یې نیولی دی.
زیګرر ویلي دي چې برید کوونکی بایرن ایالت اوسېدونکی نه دی. پیښه په ګرافینګ ښارګوټي کې چې تر مونشن لږ دباندي پروت دی رامنځ ته شوې ده.
پولیس اوس د عیني شاهدانو د هغو ادعاو په اړه څېړني کوي چې برید کوونکي په چړو د خلکو تر وهلو مخکې د «الله اکبر» نعره کړې ده. دا چې دغه کس دغه عبارت کارولی او که نه، په اړه یې بیلابیل رپوټونه ورکړل شوي دي.
د پولیسو ویاند ویلي دي چې برید کوونکي «د سیاست تر تاثیر لاندي څرگندوني کړي دي» خو دا یې نه ده روښانه کړې چې د هغه خبري په دقیق ډول څه وې.