په جرمني کي ولي د مخدرو موادو قربانيان ډيريږي؟
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۹, سهشنبهد مخدرو موادو په برخه کي د جرمني د فدرالي حکومت استازې مارلنه مورتلر او د دغه هيواد د جنايي پوليسو مشر هولگر مونش د دوشنبې په ورځ د مخدرو موادو د قربانيانو شمېر اعلان کړ.
د دوی د معلوماتو له مخي په ۲۰۱۶م کال کي ۱۳۳۳کسان مخدرو موادو وژلي دي.
په ۲۰۱۵م کال کي په ټوله ايزه توگه د مخدرو موادو د استعمال له وجي د ۱۲۲۶ کسانو د مړيني پيښي ثبت سوي وې چي دا د هغه د تيرکال (۲۰۱۴م کال) په پرتله په سلو کي ۱۹ سلنه ډېرښت ښود. دغه بهير له ۲۰۱۲م کال راهيسي پيل سوی او هرکال پکښې زياتوالی راځي.
د کارپوهانو په باور د مخدرو موادو د قربانيانو د شمېر د ډېرښت سبب د دغو موادو خراب کيفيت او ارزانه بيه ده.
په جرمني کي د معتادانو د درملني د مرکز سرپرست رافائل گاسمن ويلي دي چي د مخدرو موادو د قربانيانو شمېر ته په کتو سره په دغه هيواد کي د «مخدرو موادو د ممنوعیت سياست» ښيي چي تر اوسه پوري په دې برخه کي گټمن نه دئ.
په اينترنيټ کي اسانه لاس رسی
د کارپوهانو په اند د نشه يي موادو د استعمال د ډېرښت يوه ستره ستونزه دا ده چي ورځ تر بلي د هغو موادو کارول ډيريږي چي له نورو نشه يي موادو سره گډيږي. دغه شان مواد په معمولي توگه په اينترنيټي پلورنځيو کي موندل کيږي.
د ۲۰۱۶م کال په راپور کي راغلي دي چي د مخدرو موادو د قربانيانو اکثرو ئې مصنوعي مواد کارول.
د جرمني جنايي فدرالي پوليس هرکال په دغه هيواد کي د مخدرو موادو د مصرف او د هغه د ناوړه اغېزو په اړه شمېرې خپروي.
زموږ له ارشيف څخه: