1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي نيول سوي تروريست په زندان کي ځانوژنه کړې

۱۳۹۵ مهر ۲۲, پنجشنبه

سوريايي مهاجر جابر البکر چي له داعش سره د تړاو او په جرمني کي د تروريستي بريدونو د ترسره کولو په تور نيول سوی وو، ځانوژنه کړې. د دغه ۲۲ کلن ځوان زندۍ سوی جسد د هغه په کوټه کي موندل سوی.

https://p.dw.com/p/2RAn2
Fahndung nach Syrer Dschaber Al-Bakr nach Sprengstoff-Fund in Chemnitz
انځور: picture-alliance/dpa/Polizei Sachsen

د جرمني د زاکسن ايالت د عدليې وزارت تائيد کړې ده چي جابر البکر، په لايپڅيگ کي په زندان کي ځانوژنه کړې ده. پتېيل سوې ده چي د جرمني قضايي چارواکي نن پنجشنبه (۲۰۱۶م کال د اکتوبر ۱۳مه) په يوه مطبوعاتي غونډه کي د دغه ځانوژني په اړه رسنيو ته بشپړ معلومات وړاندي کړي.

د رسنيو د راپورونو له مخي جابر البکر، تر ځانوژني مخکي په زندان کي د نه خوړلو اعتصاب کړی وو او د ځانوژني په دليل تر دوامداره څارني لاندي وو. د جرمني خبري آژانس د راپور له مخي د هغه زندۍ سوی جسد د زندان په کوټه کي موندل سوی دئ.

د دغه ۲۲ کلن سوريايي مدافع وکيل د خپل موکل د ځانوژني په اړه د جرمني پر قضايي دستگاه سختي نيوکي کړي دي. د جرمني «فوکس انلاين» سايټ د دغه وکيل په حواله دا يوه «قضايي رسوايي» بللې ده. هغه ويلي دي چي د زندان مسئولان د جابر البکر له ځانوژني خبر ول او دغه موضوع په رسمي غونډو کي ياده سوې وه.

البرک تر ځانوژني دمخه د زندان د کوټې گروپان (لامپ) مات کړي ول او د برق ساکټ ته ځير وو. «فوکس انلاين» په خپل راپور کي ليکلي دي چي د البکر وکيل د خپل موکل تر ځانوژني لږ مخکي د زندان له مسئولانو سره تليفوني اړيکي نيولي وې او هغه ته ويل سوي ول چي بندي تر دايمي څارني لاندي دئ.

جابر البکر د دوشنبې په ورځ د جرمنی په لايپيڅگ ښار کي د دوو سوريايي مهاجرو په همت ونيول سو. دغو مهاجرو البکر ونيو، لاسونه او پښې ئې وروتړل او پوليس ئې وروغوښتل.

د جرمني فدرالي څارنوالي چي د البکر د پوښتنو گروېږنو دنده لري، تر اوسه پوري ئې دې پوښتني ته جواب نه دی ويلی چي آيا هغه درې سوريايان چي البکر ئې پوليسو ته سپارلی وو، د شاهدانو يا تورنو کسان په توگه پوښتل سوي دي که نه؟

ويل کيږي چي البکر دغه درې تنه خپل هيوادوال د خپلو مرستندويانو په توگه معرفي کړي دي.

جابر البکر په ۲۰۱۵م کال کي جرمني ته د مهاجر په توگه راغلی وو، او د معلوماتو له مخي هغه پلان لاره چي د برلين پر هوايي ډگر تروريستي بريد وکړي. پوليسو د هغه په کور کي ډېر چاودېدونکي مواد موندلي ول.