په جرمني کي مهاجرو ته د ادغام کورسونه جوړيږي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۱۰, جمعهد جرمني «راينيشن پوست» ورځپاڼي د جمعې په ورځ د دغه هيواد په پارلمان کي د زرغونو گوند جرگه گۍ د هغي پوښتني له مخي راپور ورکړی دئ چي په دې اړه ئې له حکومت څخه کړې ده.
ورځپاڼي ليکلي دي چي د مهاجرو له پاره د ژبي د زده کړي کورسونو سږنۍ بوديجه به د ۲۰۱۵م کال له ۲۹۰ ميليونو يورو څخه ۵۵۹ ميليونو يورو ته لوړه سي.
په راپور کي راغلي دي چي په ۲۰۱۵م کال کي يوازي ۱۸۰۰۰۰ مهاجرو ته د جرمني ژبي د زده کړي زمينه برابره وه، خو سږکال (۲۰۱۶) به ۵۵۰۰۰۰ مهاجرو ته د ژبي د زده کړي کورسونه ورکړل سي.
د جرمني په پارلمان کي د زرغونو گوند له نظر په دغه هیواد کي د ادغام کورسونو پروسه غير عادلانه ده. د دغه گوند د زده کړو کمېسيون وياندي والتر روزينهايمر، يادي ورځپاڼي ته ويلي دي: «د مهاجرو ترمنځ په اصطلاح د ښه او بد په نوم خودسرانه توپير د بېلگې په توگه افغان مهاجر چي ۷۸ سلنه ئې په جرمني کي پاتيږي د ادغام له کورسونو محروموي.»
په جرمني کي ځينو افغان مهاجرو له دويچه ويله سره په خبرو کي ويلي دي چي د ژبي د زده کړي کورسونو په برخه کي د دوی چانس تر سوريايي او ځينو نورو مهاجرو ډېر لږ دئ.
په آلمان کي د ژبي کورسونو زمينه هغه چا ته برابريږي چي په دغه هيواد کي د پاتېدو چانس ولري. د جرمني د کورنيو چارو وزارت د معلوماتو له مخي د ژبي کورسونه هغه چا ته ورکول کيږي چي په آلماني ټولنه کي ۵۰ سلنه قبول سوی وي.
د بشري حقونو (پرو ازول) سازمان اجرائي مدير ګونتر بورکهارد، څه موده له مخي له فرانسې خبري آژانس سره په یوه مرکه کې ویلي ول: «د جرمني د کورنيو چارو وزير توماس دیمیریز، يو له هغو کسانو څخه وو چي هر وخت ئې په آلماني ټولنه کي د مهاجرو پر چټک ادغام ټينگار کاوه، خو اوس دیمیزیر په دې اقدام سره یوه لويه خطا کوي چي د افغانانو غوندي خلک له دغه ډول ټولنیز ادغام او د ژبې له زده کړې څخه لري ساتي».