په نړۍ کي هرکال ۱۵ ميليونه نجوني په کم سن کي ودونه کوي، ځيني ئې حتی ۱۵ کلنۍ ته هم نه وي رسېدلي. دغه کار تر ټولو په آسيايي او افرايقايي هيوادونو کي ډېر دئ. جرمني ته د سونو زره مهاجرو په راتگ سره دغه ستونزه هم راانتقال سوې ده. اوس په جرمني کي په دې اړه بحثونه روان دي.