په جرمني کي د کثافاتو د بیلولو مقررات
په جرمني کي هر کورته نژدې رنگه کثافات دانۍ، د ډول ډول کثافاتو د راټولولو له پاره ولاړي دي. آلمانان د کثافاتو بیلول ډیر جدي نیسي. خو بیا هم هرڅوک په دې نه پوهیږي چی کومې کثافت دانۍ د کومو فاضله شیانو له پاره وکاروي.
شین رنگه کثافت دانۍ د کاغذونو له پاره
نژدې هر څوک په آلمان کي پوهیږي چی پنډ او نازک کاغذونه باید په شنو کثافت دانیو کی واچوي. خو ډیر لږ کسان به په دې پوه وي چی د پیزا کاغذۍ قوطۍ او په داش کی د خوراکی شیانو د پخولو له پاره ځانگړی کاغذ باید دلته وانه چول سي ، دا ځکه چی په هغو پوری د ډوډۍ بقایا موښتې وي او دا کار د ریسایکلینگ یا دوباره احیا پروسه له خنډ سره مخامخ کوي.
نصواری رنگه ، هغه فاضله مواد چی کود کیمیاوی ورڅخه جوړیږي
هر څوک چی په خپله باغچه کي د کوډ کیمیاوي له استعمال سره آشنا وي ، نو حیران به سي چي څومره شیان باید په نصواري رنگه کثافت دانیو کي واچول سي، د مثال په ډول، د آشپزخانې فاضله مواد لکه د ډوډۍ پاته شوي، د باغچې پاڼې او کوچني لرگي، همدارنگه لبنیات، غوښي او ماهیان.
ژیړ سطلونه د کاغذي او پلاستیکي پاکټونو او قوطیو له پاره
په ژیړو سطلونو یا کثافت دانیو کي ټولې هغه قوطۍ او کارتنونه اچول کیږي چي پلاستیک، زرورق او کلک کاغذ پکښي کارول سوی وي همدارنگه د کنسرو قوطۍ هم پکښي شاملیږي. که دا ډول قوطۍ په خوراکي شیانو ککړي هم وي، پروا نه کوي او خلک مجبوره نه دي هغه پریمینځي.
بل بدیل، ژیړ رنگه پلاستیکی کڅوړې
د ژیړو سطلونو پرځای د ژیړو پلاستیکي کڅوړو څخه هم د ورته فاضله موادو د ټولو له پاره کار اخیستل کیدای سي. په زیاتره ښارونو کی د کثافاتو د ټولولو ادارې نوموړي کڅوړي پر خلکو باندي ویشي. د کثافاتو د ټولولو په ځانگړو ورځو کي بیا دغه ډکي کڅوړې د انتقالولو له پاره، د سړک پر غاړه ایښودل کیږي.
توری کثافت دانۍ د پاته فاضله موادو له پاره
په پاته فاضله موادو کي بیا، سوځول سوي سگریټ، د ماشومانو چوټې او نور بویناکه شیان شاملیږي. خو رنگونه، برقي شیان، زړې بطرۍ او گروپان بیا مخصوص فاضله مواد دي چي په جلا ډول راټولیږي.
د ځانگړو فاضله موادو راټولول آسانه کار نه دی
زړې بطرۍ سوپرمارکیټو ته ورکول کیږي، همدارنگه په هر ښار کي د هغو د ټولو له پاره مخصوص سطلونه هم پراته وي. کله کله له کورونو څخه هم راټولیږي. دا چي دغه ډول مواد ولي د نورو فاضله موادو سره نه اچول کیږي، علت یې دادی چي د سوځولو پر وخت ښايي ورڅخه زهری مواد راوزي او یا یې هم د چاودني خطر سته.
تر اندازې ډکی کثافت دانۍ نه انتقالیږي
که کثافات دانۍ تر اندازې ډکی وي، بیا نو د هغو د ټولولو مامورین دا حق لري چي د هغو له انتقال څخه ډډه وکړي. ځکه نو دا کار گټه نه کوي چي سړی دي نور کثافات هم پر هغو ورواچوي. خو داسي کسان هم سته چی خپلي کثافت دانۍ قلفوي ، تر څو نور کسان خپل فاضله شیان پکښي وانه چوي. خو د شخصی کثافت دانۍ درلودل سړي ته گران تمامیږي.
د خالي بوتلانو د اچولو له پاره رنگه کانتینرونه
دخالي بوتلانو له پاره، درې رنگه جلا جلا بیلرونه ځانگړي سوي دي. سپین ، نصواري او زرغون رنگه. خو نورې ښیښې او مات گیلاسونه باید هلته وانه چول سي، ځکه د ریسایکلینگ پروسه له خنډ سره مخامخ کوي. علاوه پردې د اچولو پر وخت باید د بوتلانو سرپوښونه ورڅخه ایسته کړای سي.
په کوم وخت کي د بوتلانو اچول منع دي!
په ځینو ښارونو کي نه یوازي د هر بلاک مخي ته د بوتلانو د راټولو دغه ډول کانتینرونه ولاړ وي، بلکي په عامه ځایونو کي هم. خو په ځینو نورو ښارونو کي بیا د سړکونو په کونج، د پاریکینگونو او یا هم سوپرمارکیټونو څنگ ته دغه ډول کانتینرونه ولاړ وي. له بلي خوا نورو ته د نه مزاحمت له امله، د شپې تر اتو بجو وروسته او د رخصتیو په ورځو کي اجازه نسته چي دغو کانتیرونو ته بوټلان یا زړې ښیښې ورواچول سي.
د خالي بوټلانو د بیرته وروکولو عنعنه
هغه بوتلان چي بیرته استعمالیږي باید په کانتینرونو کي وانه چول سي بلکي باید بیرته هغو مغازو ته یووړل سي چي ورڅخه رانیول سوي وي. د هغو په مقابل کي سړی یوه معینه اندازه پیسې هم تر لاسه کوي چي د بوتل د رانیولو پر وخت یی د ضمانت په ډول ورکړي وي. په ځینو سوپرمارکیټونو کي د بوتل د بیرته ورکولو اتوماتيک سیستم هم جوړ سوی دی. خو دا ډول سیستم هر ډول بوتل نه قبلوي.
د کور زاړه سامان آلات
ځیني داسي شیان بیا سته چي په عادي کثافت دانیو کي نه ځاییږي او خنډ رامنځته کوي. له همدې کبله په ځانگړو ورځو کي بیا خلک خپل د کور ناکاره شیان، لکه زاړه کوچونه، بړستني او یا هم ماتي چوکۍ راباسي چی وروسته د ښاروالۍ له خوا راټولیږي. په برلین کي بیا ځینی شیان په ځانگړو ځایونو کي، نورو ته دسوغات ورکولو له پاره ایښودل کیږي.
د زړو کالیو او بوټونو راټولول
کالي او بوټونه په عادي کثافت دانیو کي نه اچول کیږي. په هر ښار کي د هغو د راټولو له پاره مخصوص کانتینرونه ولاړ دي. ځیني وخت دغه ډول کالي د مرستندویو ټولنو له خوا راټولیږي او پر بې وزلو ویشل کیږي.
په پارکونو کي د کثافاتو ډیری
لکه څنگه چي ویل کیږي، آلمان د کثافاتو په راټولولو کي د نورو له پاره یو مثال دی، خو کله کله داخبره صدق نه کوي. په تیره بیا په گرمو وختونو کي د لویو ښارونو په پارکونو کي کثافات پر خپل وخت نه راټولیږي. د مثال په ډول د برلین په لوی پارک کي د تیري رخصتۍ د ورځي د میلې فاضله مواد لا هر ځای پراته دي. خو اوس ښاروالۍ په دغو پارکونو کي لويي کثافت دانۍ درولي دي.