1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د ښی اړخه افراطيانو د تيرو لسو کلو بيلانس

۱۳۸۸ اسفند ۱۸, سه‌شنبه

د آلمان د ملي دموکرات گوند هدفونه خطرناکه او غيرانساني دي . دوی د مسلمانانو او يهودانو سره سخته کينه لري، او په ځوان نسل کی ډېر زيات بريالي دي

https://p.dw.com/p/MNng
انځور: AP

اوکه چيري له 18 کلنو څخه کښته زده کوونکو د 2009 ميلادي کال د مني په ټاکنو برخه اخيستې وای، نو کېدلی شوای ملي دموکرات گوند په سلو کې 4،2 برخی رايی لاس ته وروړی وای.

نوموړی گوند پر اوسني حالت هم رضا دی . له Gesicht zeigen نومی يوې اتحاديې څخه Uwe-Karsten Heye څرگندوي چې يواځی په 2009 کال کې يې سل سيمه ايزه وکالتونه گټلي دي، چې ټول شمېر يې اوس 300 ته رسيږي، يو تر بل هر وخت نه خطرناک شمېر : د Heye څرگندونو له مخی، په 1990ميلادي کال کې له سياسي آوښتون او دواړو آلمانونو يو ځای کېدلو څخه وروسته 150 تنه د ښی لاسو د زورزياتي په نتيجه کې وژل شوي دي . (البته په دې هکله کوم ثابت شمېر نشته، د نورو معلوماتي سرچينو او پوليسو د جنايي رپوټونو له مخی، له 1990 ميلادي کال راپدېخوا بيا هم دا شمېر له 100 څخه زيات بلل کيږي).

د پخواني حکومتي وياند هيني په نظربايد چې د ښی لسو تندلارو پر ضد مبارزه د ټولی ټولنی لخوا پرمخ بوتلل شي . هيني زياتوي:

(هر چيري چې نوو نازيانو ته مخالفت ښکاره شي، نو ورته گرانيږي، چې پټ په ټولنه کې وگرزي او يا د ځوانانو په ډله کې نفوذ وکوي . دا به ډېر زيات گټور کار وي، چې پرله پسې د ښی لاسو له زورزياتيو او فعاليتونو څخه خبر ورکړل شي . د ځينو کسانو د خوښی له مخی، په رسنيو کې پر نوو نازيانو باندی سترگی پټول په بشپړه توگه سره غلط کار دی . )

Symbolbild Rechtsextremismus bei Youtube
انځور: DW Fotomontage

په احصايوي او متوسط ډول سره، په هرو 26 دقيقو کې د جرمني په يوه گوټ کې د ښی لاسو لخوا يو جزايي عمل سر ته رسيږي . مثلاً پلازمېنی برلين ته نږدې په Zossen نومی سيمه کې، چېری چې د جنورۍ په مياشت کې د دموکراسۍ د کور په نامه يو مرکز وسوځول شو. دا مرکز د هغه واړه ښار اوسېدونکو په خپل لگښت سره جوړکړی ؤ. له هغوی څخه يو تن هم د بيمو دلال Jörg Wanke دی چې وايي:

(د اونۍ په پای کې د ښار په منځ کې له 30 څخه زياتی هتلري نخښی او د مرگ گواښونه يوه مخالف کس ته د کورونو په دېوالونو کښل شوي وه . زموږ د يوه ملگري د هټۍ پر دېوال ليکل شوي وو : هاگن!، ته به ډېر ژر مړکېږې . تر ليک لاندي هلتري نخښه ښکل شوې وه.

له Gesicht zeigen اتحاديې څخه Uwe-Karsten Heye گواښ کوي، چې ښی لاسي تندلاريتوب نه بايد يواځی د جرمني د ختيز مشکل وگڼل شي، او له دې کبله چې هلته يې په انتخاباتوکې ډېر برياليتوب تر لاسه کړيدی:دی وايي ،

(دا د ټول جرمني مشکل دی . د شتوتگارت ښار ته نږدې ورته زورزياتی ليدل کېدلی شي، لکه په Zossen او يا برلين کې . موږ اوس هغه مرحله شا ته اچولې، چې وويل شي، دا کشاله په ختيز آلمان کې سياسي تحول او د دواړو آلمانونو بېرته يو ځای کېدل له ځان سره راوړې ده.)

فورستناو/ عارف وردګ

کتونکی : محمد قاسم نوري