په جرمني کي د ښکلا ملکو ته تاریخي نظر
په جرمني کي له سلو کلونو راهيسي د ښکلا ملکه انتخابیږي. خو په دغه وخت کي د ښایستوالي معیارونو څو واري بدلون موندلی. دغه ډول بدلون د ښکلا په ځینو ملکو کي ښه تر سترگو کیږي.
۲۰۱۷: په هیواد کي به تر ټولو ښکلې څوک وي؟
په ۲۰۱۷م کال کي له زاکسن ایالت څخه د ثریا کوهلمن په نوم یوې زده کوونکې ځان کاندید کړ. دغه اتلس کلنه تر خپلو شلو سیالانو مخکي سوه. هغې تر خپل انتخاب وروسته وویل چی «زه خپله خوشحالي په الفاظو کي نه سم بیانولای، زه ډیره خوشحاله یم چي د صداقت او صمیمیت په برخه کي د آلمان اسازیتوب کوم.»
په ۱۹۲۷م کال کي د جرمني د ښکلا لومړنۍ ملکه
۲۱کلنه هیلده گارد کوانت د برلین د سپورټ په ماڼۍ کي د گلانو په ورکولو سره ددغه هیواد په تاریخ کي د ښکلا د لومړۍ ملکې په توگه وټاکل سوه. په ژوري هیئت کي د دغه ښار مخورو کسانو برخه اخیستې وه.
۱۹۳۰: دېزي دې اورا
دېزي دې اورا، د هغې هنري نوم دی چي د فرایبورگ د یوې خانداني کورنۍ څخه وه او په ۱۹۳۱م کال کي د جرمني د ښکلا ملکه سوه. هغې د یوې لوبغاړي په توگه په ۱۹۲۹م کال کي په صامتو فلمو کي هم نقش لوبولی دی. د «پاندورا د جعبې» په نامه فلم په ټوله نړۍ کي مشهوره سو.
۱۹۵۰: سوزنه اریشزن
سوزنه اریشزن په ۱۹۵۰م کال کي تر دوهمې نړیوالې جگړې وروسته د لویدیځ آلمان په نوي جمهوریت کي ددغه هیواد د ښکلا ملکه انتخاب سوه. د برلین د عکسونو دغه ماډله وروسته امریکا متحدو ایالاتو ته ولاړه او هلته د یوې ښایستې او باجرأته آلمانۍ ښځي په توگه ډیره مشهوره سوه.
۱۹۵۶: د پیترا شیورمن خوب په حقیقت بدل سو
په ۱۹۵۶م کال کي پیترا شیورمن د لومړۍ جرمنۍ په توگه په لندن کي د نړۍ تر ټولو ښکلي ملکې لقب وگاټه. تر دغه مخکې هغې په جرمني کي د ښکلا ملکې په انتخاب کي یوازي دریم ځای خپل کړی ؤ. وروسته یې په تلویزیوني خپرونو کی د ویاندې، ماډلې او لوبغاړي په توگه خپل کارونه پر مخ بیول. په ۲۰۰۱م کال کي یې په یوه ترافیکي پیښه کي خپله لور له لاسه ورکړه چي وروسته یې خپل فعالیت ته د پای ټکی کښیښود.
۱۹۵۷: گیرتي داوب
په ۱۹۵۷م کال کي گیرتي داوب د باډن باډن په ایالت کي ددغه هیواد د ښکلا ملکه سوه. هغه وخت لا ډیرو ډنگرو ښځو ته په ښه سترگه نه کتل کیدل. د اروپا د ښکلا ملکې په مسابقه کي هغې دریم ځای خپل کړ او په کلیفورنیا کي د نړۍ د ښکلا ملکې په مسابقه کی بیا پنځمه سوه.
۱۹۹۱، د جرمني د لنډو وریښتانو درلودونکې ښکلا ملکه
په ۱۹۹۱م کال کي انیس کوبه د ښکلا هغه لومړۍ ملکه سوه چی لنډ وریښتان یې درلودل. په دغه عکس کي د هغه وخت د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هانس- دیتریش گینچر سره ليدل کیږي. هغې د ۱۹۹۸م کال په انتخاباتي مبارزه کي د هیلموت کول ملاتړ وکړ. هغې غوښتل په اصل کي د وړکتون او یا هم سپورت ښوونکې سي خو وروسته ورڅخه تیره سوه.
۱۹۹۳: ویرونا میدان ته راووته
ویرونا پوت چي په خپل وخت کي لا په ویرونا فیلدبوش مشهوره وه، په ۱۹۹۳م کال کي د جرمني د ښکلا ملکه سوه چي دغه کارهغې ته په تلویزیون کي کارکولو ته هم زمینه برابره کړه. په عین کال کي د نړۍ د لویو وچو ترمنځ د ښکلا ملکه هم سوه. وروسته یې د ښکلا د ملکې د انتخاب په ملي او نړيوالو مسابقو کي هم گډون وکړ. دوه کاله وروسته یې د امریکا د ښکلا ملکې لقب هم وگاټه.
۲۰۱۶: کاتولیکي ښکلا
۲۷ کلنه لینا بریودر هغه دوې نړۍ سره یو کړې چی ښایی په اول سر کي یو د بل پر ضد ښکاره سي. هغه د دینی علومو ښوونکې وه او په عین حال کیې د ښکلا ملکې په مسابقه کي هم گډون وکړ. کله چی په ۲۰۱۶م کال کي د جرمني د ښکلا ملکه سوه نو د نورو کارو تر څنگ یې د پاپ فرانسیسکو سره هم ولیدل. وروسته یې د «زما ښایست او د عقیدې سره یوځای د بري پرلور» په نوم یو کتاب هم خپور کړ.