1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي د ښځو په وړاندي زور زياتی

۱۳۸۸ آذر ۴, چهارشنبه

د آلمان په لويو ښارونو، لکه برلين، کولن او فرانکفورت کې په 1976 زيږديز کال کې د ښځو لپاره د پناه لومړنی ځايونه جوړ شول. دا د هغو ميرمنو لپاره پناه ځايونه وو چې له خپلو تجاوز ګرو ميړونو څخه تيښتې ته اړي شوې وې...

https://p.dw.com/p/Kg2G
آلمانۍ پوليسي د ښځو سره د زور زياتي په وړاندي د مبارزې تاکتيکونه تمثيلوي
آلمانۍ پوليسي د ښځو سره د زور زياتي په وړاندي د مبارزې تاکتيکونه تمثيلويانځور: dpa

اوس په ټول آلمان کې ټول 360 دا ډول ځايونه شته او ورنه استفاده کيږی. هرکال ټولې 40000 ميرمنې، ځينې هم له خپلو ماشومنو سره دا ډول ځايونو يا کورونو ته مراجعه کوی او پناه غواړی.

د آلمان د کورنيو وزارت لا څو کاله مخکې يوه څيړنه کړيده. په هغې کې راغلی دی:

«د 16 نه تر 85 کلونو د عمر لرونکو ميرمنو په سلو کې 25 جنسی يا فزيکی زورزياتی او يا هم دواړه زغملی دی. په خپلو اړيکو کې يو يا څو ځلې.»

زورزياتي له څپيړې نه نيولې بيا تر وسلې او جنس بريده پورې ليدل شويدی. ډيري وخت فاعل په شرانو نشه وی. دلته په تيره بيا هغه ميرمنې له ډير خط سره مخامخ دی چې غواړی له خپل ميړه يا ملګري نه جلا شی او يا لا په کوچنيوالي کې ورسره ناوړه چلند شوی دی. دوی د هرې ورځې له وهلو ټکولو او بد ورد ويلو سره لويې شويدی. د کورنيو وزيره اورزولا فون دې ليين وايی چې دا په هر صورت د ټولنې په څنډه کې کومه ستونزه نه ده.

« د ميرمنو په وړاندې زورزياتۍ د ټولنې په هره سطحه کې کيږی. د ميرمنو په وړاندې زورزياتۍ تر هغه څه چې موږ يې سوچ کولای شو په د کور په څلورو ديولونو کې کيږی، په تيره بيا د ژوند د ملګری له خوا. مهمه بيا داده چې د قضيو په سلو کې په 60 کې بيا ماشومان هم د زورزياتی په وخت کې حاضر وو چې دا ټول يې بايد ليدلی او اوريدلی وای، اکثراً بيا په پيښو کې ګډ شوی او ټول عمر بيا دهغو داغ له ځانه سره لری.»

نه يوازې ماشومان بلکې اکثراً ميرمنې هم سختې ناروغه کيږی.

کله چې د کورني زورزياتي موضوع له خبرو اترو څخه نه شی ليری کيدای، نو په 2002 زيږديز کال کې د د زورزياتی نه ساتنې قانو جوړ شو. په هغه کې په لنډ دول ويل شوی: څوک چې وهل کوی هغه بايد لاړ شی. يوه ميرمن چې ناوړه چلند ورسره شوی، کولای شی دا حق ترلاسه کړی چې فاعل يا وهونکی نور اجازه نه لری چې په ګډ کور کې پښه کيږدی. د ټاکل شوې يا اوږدې مودې لپاره.

له ميرمنو د زورزياتي په وړاندې مبارزه کې يو اهم رول ډاکټران لوبوی. دوی لومړني کسان دی چې له قربانيانو سره اړيکۍ نيسی. د آلمان د روغتيا د وزارت په ابتکار روغتيايي پرسونل، په تيره بيا کورنی او د ميرمنو ډاکټران د کرنی زورزياتی د ستونزې په وړاندې څک کړای شويدی.

په هرصورت د زورزياتي د دايرې څخه د وتلو لومړني ګامونه بايد د پخوا په شان خپله ميرمنې پورته کړی.

Nicklis, Petra/ سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل