په جرمني کي د بدن د غړو د پيوندولو پروسې بې نظمي
۱۳۹۱ دی ۱۳, چهارشنبهاعلان
په جرمني کي بیا د بدن دغړو د ورکولو او پیوندولو په پروسه کي بې نظمي راپیدا سوې ده او دا وار د لایپزیک په پوهنتوني روغتون کي. د دغه روغتون طبي مشرتابه اعلان کړی دی، چي هغه مریضان چي د اینې پیوندولو ته یې انتظار کاوه، ورته غلط معلومات ورکول سوي دی، چي د لست اخر ته وغورځول سي. د دې کار د کولو د عواقبو په نتیجه کي چي په ۴۰ دوسیو کي تر سره سوی وو، د بدن د غړو د پیوندولو د مرکز آمر او دوه سرطبیبان په عاجل ډول له کار څخه لیري سوي دي. په تیر دوبي کي هم د جرمني په ډیرو روغتونو کي د بدن د غړو د پیوندولو او ورکولو په اړه بې نظمۍ رامنځته سوي وې. ځکه نو وروسته د بدن د غړو د ورکولو له پاره تیاری راکم سو.