په جرمني کي د افغان مهاجرو د مظاهرو انځورونه
د جرمني په څو ښارونو کي افغان مهاجرو د هغو خبرو اترو پر ضد مظاهرې وکړې چي د نه منلو سوو افغان مهاجرو د بيرته ايستلو پرسر د افغان حکومت او جرمني د چارواکو ترمنځ رواني دي.
هامبورگ
په جرمني کي افغان مهاجرو د هغه خبرو اترو پر ضد لاريون وکړ چي په دغه هيواد کي د نه منل سوو افغان مهاجرو په اړه افغان حکومت او د جرمني چارواکي خبري کوي.
هامبورگ
په جرمني کي افغان مهاجر وايي چي د پناه غوښتني د نوي قانون له مخي د دغه هیواد د چارواکو له خوا پر دوی باندي فشارونه ډېر سوي او ډېر افغان مهاجر منفي جواب تر لاسه کوي.
هامبورگ
په جرمني کي مېشته افغان مهاجر وايي چي د دوی ډېری په دغه هيواد کي بې سرنوشته دي.
هامبورگ
د جرمني د کورنيو چارو د وزير په خبره د افغانستان په ځينو سیمو کي امنيت سته چي ځيني افغان مهاجر بيرته ور ولېږل سي. خو پر دغه نظر باندي بيا د جرمني ځينو سياستوالو نيوکي کړي دي.
هامبورگ
افغان حکومت پر خپلو ځوانانو ږغ کړی دی چي په خپل هيواد کي پاته سي. د جرمني حکومت هم په دې برخه کي د افغان حکومت د ملاتړ خبره کړې.
مونشن
د جرمني صدراعظمي په اترش کي ويلي دي چي د افغانانو په گډون هغه مهاجر به بيرته خپلو هيوادونو ته واستول سي چي د پناه غوښتنه ئې رد سوې ده.
مونشن
که څه هم په جرمني کي ځيني افغان مهاجر شکايت لري چي له دوی سره داسي چلن نه کیږي، لکه د نورو هيوادونو له مهاجرو سره، خو د جرمني چارواکي وايي چي د سوريايي مهاجرو نيمايي به بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.
شتوتگرت
په جرمني کي تر سوريايي مهاجرو وروسته افغان مهاجر ډېر دي.
شتوتگرت
په افغان مهاجرو کي د کوچنيانو شمېر ډېر دئ.
شتوتگرت
اروپا ته د مهاجرت په موخه ډېر افغانان جرمني، سويډن، ډنمارک او ناروې ته رسېدلي دي.
شتوتگرت
اروپا ته ډېر رارسېدلي افغان مهاجر په جرمني کي ژوند کوي.
شتوتگرت
له هغه وروسته چي وويل سول چي افغان چارواکي د افغان مهاجرو د بيرته ستنېدو په برخه کي د جرمني له حکومت سره خبري کوي، په جرمني کي د افغان مهاجرو اعتراضونو زور اخيستی.
شتوتگرت
په جرمني کي افغان مهاجر د مظاهرې پرمهال.
شتوتگرت
له اروپا څخه تر اوسه پوري ۳۰۰۰ افغان مهاجر پخپله خوښه بيرته هيواد ته ستانه سوي دي.
برلین
څه موده مخکي په برلين کي د افغانستان سفارت هغه راپورونه رد کړل چي گويا ۸۰ زره افغان مهاجر به بيرته خپل هيواد ته ولېږل سي.
برلین
په جرمني کي افغان مهاجر وايي چي په هيواد کي ئې امنيتي حالت خراب دی او دوی نه سي کولای چي بيرته خپل وطن ته ستانه سي.
دوسلدورف
د جرمني د کورنيو چارو وزارت وايي چي په روان کال کي به له افغان حکومت سره داسي موافقې ته ورسيږي چي له مخي به ئې رد سوي افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته ولېږي.
دوسلدورف
د جرمني په دوسلدورف ښار کي د افغان مهاجرو مظاهره.