1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جرمني کي دپارلماني انتخاباتو دپاره مبارزه شروع سوې ده

۱۳۸۸ اردیبهشت ۱۸, جمعه

انتخابات چه ددغه کال د سپټامبر په مياشت کي به تر سره سي، دهغه دپاره د جرمني د زرغون ګوندهم په خپله راتلونکې کنګره کي تياری نيسي،چه سبا او بل سبا دايريږي ...

https://p.dw.com/p/Hm1u
د جرمني دزرغون گونددوه مشران : راسته -کلاوديا روت ،او چپه - چېم اوزدمير د
د جرمني دزرغون گوند دوه مشران : راسته خوا -کلاوديا روت ،او چپه خوا - چېم اوزدمير د

د جرمني په پارلمان کې د تر ټولو کوچني مخالف گوند په صفت د شنو (زرغون)گوند ډېر قدرت نه لري او وړانديزونه يې اکثره وخت رديږي . خو دا د دې سبب نه دی گرځېدلی چې نوموړی گوند پر شا ولاړ شي، بلکه هغه په سپتامبر کې دجرمني پارلماني انتخاباتوته سترگې په لار دی . د ټاکنو د کمپاين مشره شتېفي لېمکهء ډېر لوړ هدفونه لري، دا غواړي چې له ليبرال دموکرات گوند څخه هم مخکې سي، چې دا مهال تر ټولو پياوړی د حکومت مخالف گوند دی .دا وايي ،

«موږ دا انتظار لرو چې په آلمان کې د دريم سياسي قدرت پر سر مبارزه به شروع کوو او گټو به يې هم . زه غواړم چې په دغوانتخاباتوکې څلور تر پنځو مليونو پوري رايه ورکونکي جلب کړم .»

خو پوښتنه دا ده چې دا کار څنگه وسي . هغه وختونه تېر شوي دي چې د اقليم ساتنه به د زرغون گوند يوه بېلونکې نخښه وه . اوسمهال هر گوند خپل پروگرام يا خپله تگلاره د اقليم ساتني په يو باب سره سينگاروي . سره له دې چې شنهء وايي چې په دغه پرمختگ کې يې لويه ونډه درلودلې ده، خو آيا زرغون گوند کولای سي چې په خپلو اصلي هدفو او قابليتو نور رايه ورکونکي جلب کړي .

د گوند مشر چېم اوزدمير وايي «هو» او د مثال په ډول د اټومي انرژۍ په برخه کې د زرغون دگوند څرگنده د «نه» رايه يادوي : دی وايي،« هر څوک په دې پوهيږي چې که زرغون گوند ته خپله رايه ورکي، نو سل په سلو کې به اټومي انرژي بنده سي . په نورو مواردو کې دا خبره صدق نه کوي او يا حتی دا بېره موجوده ده چې د اټومي انرژۍ دوتلو له پرېکړې څخه به صرف نظر وسي اويابه وځنډول شي ،چې په نتيجه کې به نور اټومي کثافات ولرو.»

دزرغون گوندد اټومي انرژي سره د مخالفت په حال کښي
دزرغون گوندد اټومي انرژي سره د مخالفت په حال کښيانځور: picture-alliance/ dpa

اقتصاد او چاپېريال ساتنه د زرغون گوند دپاره په تضاد کې سره نه راځي . د اقتصادي بحران په وخت کې هغوی يو “Green New Deal” يعنی د طبيعي سرچينو ساتونکی اقتصادي او ټولنيز سياست غواړي . د دغه سياست جزيات او طرحه د زرغون گوند د انتخاباتي پروگرام اصلي محور دی : اوزدمير بيا وايي ،

«موږ د دې پروگرام د لارې ژمنه کوو چې يو مليون کارځايونه به رامنځته کوو، په دغو درو ساحو کې د پانگي اچوني د لاري : اقليم، عدالت او ښوونه او روزنه . د ساري په ډول به نويو کېدونکو او الترناتيفو انرژيو ته وده ورکوو.»

سره له دې چې شنهء سمدستي د چاپېريال ساتني په کتيگورۍ کې فکر کوي، خو هغوی يوازي د بادي بټيو او د خطر سره د مخامخ حيواناتو په برخه کې ځانونه بوخت نه ساتي . هغوی د ښوونې روزنې، ټولنيز سياست او د اتباعو د حقوقو ساتنې ته د پخوا په ډول ژمن دي . د گوند د مشرې کلاوديا روت يوه بله مرکزي غوښتنه د کډوالو د ادغام د مسالې ښه کېدل دي : دا وايي،

«موږ په خپله ټولنه کې د څو کلتوري دموکراسۍ سمبالښت غواړو، دا په دې معنا ده چې تابعيت اخيستل بايد آسانه سي، کډوال او مهاجرين په محلي سطحه د رايې اچونې حق تر لاسه کي او د کډوالو څخه ځانونه ونه ساتو، بلکه د کډوالو ساتنه غوره وگڼو. دا د آلمان د اتحادي جمهوريت اخلاقي وظيفه ده.»

نيم کال پخوا زرغون گوند د کلاوديا روت تر څنگ ترکي الاصله چېم اوزدمير د گوند د مشر په صفت وټاکهء چې په دې ترتيب يې د يوې څو کلتوري ټولنې تعبير په خپلو ليکو کې عملي کړ. د شنو د گوند يو بل اصل د نارينه و او ښځو تر منځ د چوکيو عادلانه وېش دی . ځکه نو ښځې په لوړو چوکيو کې د شنو په ډله کې استثنايي بڼه نه لري، بلکه يوه عادي خبره ده .

ويرک هويزر/ صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري