په جاکارتا کي سېل راغلی دئ
۱۳۹۱ دی ۲۸, پنجشنبهاعلان
سختو موسمي بارانو د اندونیزیا ميلیوني ښار جاکارتا نیمايي برخه تر اوبو لاندي کړې ده. په هغو کښي لږ تر لږه دوه کسان وژل سوي دي. له طبيعي پيښو سره د مبارزې ادارې ويلي دي چي د دغو بارانو له اسيته ۱۰۰۰۰ انسانان تښتیدلی هم دي. ډیری کسان د بامونو سرو ته ختلي دي او د ژغورني انتظار کوي. د جاکارتا ۴۰ فیصده ساحه تر اوبو لاندي سوې ده او د دغه ښار لس ميلیونه انسانان باید د اوبو او سیلابو سره مبارزه وکړي.