1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په جاپان کې د چړې په واسطه برید ۱۹ کسان وژلي

آژانسونه/ م.ج۱۳۹۵ مرداد ۵, سه‌شنبه

د توکیو په ساګمیهارا، سیمه کې لږ تر لږه نهه کسان هغه وخت ووژل شول چې د معلولینونو پر یوه مرکز باندې د چړې برید وشو. برید کوونکي ځان پولیسو ته تسلیم کړی دی.

https://p.dw.com/p/1JVoV
Japan15 Tote bei Messer-Attacke
انځور: Reuters/Kyodo

د سه شنبې په ورځ سهار وختي یوه کس له توکیو څخه لږ بهر په ساګمیهارا سیمه کې یوه کس چې په چړې سمبال وو، د معلولینو پر یوه مرکز باندې برید وکړ.

ویل کیږي چې په دغه پیښه کې لږ تر لږه ۱۹ کسان وژل شوي دي. نور رپوټونه بیا وایي چې په پیښه کې تر ۴۵ نور کسان ټپیان شوي هم دي. د سیمې څلورو اوسیدونکو خپل ژوند د پیښې له کبله پر هغوی باندې د راغلي قلبي حملي په پایله کې له لاسه ورکړی دی. تر پیښې وروسته د بیړنیو حالاتو ځواکونه سیمې ته ورسیدل او تپي شوي کسان یې روغتونونو ته ورسول.

دولتي رسني ویلي دي چې برید کوونکی د دغه مرکز پخوانی ۲۶ کلن کارکوونکی وو. هغه تر برید دوه ساعته وروسته ځان پولیسو ته سپارلی دی. پر هغه باندې د قتل او د نورو پر جایداد د تیري تور لګول شوی دی.

شیم بم ورځپاڼې د پولیسو په حواله لیکلي دي چې برید کوونکي وویل: «معلولین باید ټول له منځه ولاړ شي.»

پولیسو ویلي دي چې د دغه مرکز کارکوونکو هغوی ته د سهار په دوه نیمو بجو د برید خبر ورکړ. ساګمهارا له توکیو څخه شاوخوا ۴۰ کیلو متره لیرې پرته ده. په دې سیمه کې د دولت له خوا د کډوالو له پاره یو مرکز جوړ شوی وو.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب