1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تیکساس کې په وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي

۱۳۹۱ مرداد ۲۴, سه‌شنبه
https://p.dw.com/p/15pCD

د امریکا د متحده ایالاتو د تیکساس په ایالت کې یوه پوهنتون ته څیرمه په وسله واله نښته کې درې تنه وژل شوي دي. په وژل شوو کسانو کې یو پولیس او خپله برید کوونکی هم شامل دئ. په دغه پیښه کې د نورو درې کسانو د ټپي کیدو خبر هم ورکړل شوي دئ.

زیاته شوې ده چې پولیس د پیښې پر پلټنو بوخت دي. کابو یوه اونۍ تر مخه د متحده ایالاتو د ویسکونسن په ایالت کې د سکهانو پر یوه درمسال باندې د یوه کس له خوا په برید کې شپږ تنه وژل شوي وو او تر هغې وروسته برید کوونکي خپل ځان هم وژلی وو. تر دې د مخه د جولایي په میاشت کې د کلوراډو د اورورا په سیمه کې په یوه سینما کې د یوه تن له خوا د ډزو په پایله کې ۱۴ تنه وژل شوي او تر پنځوسو زیات ټپیان شوي وو.