1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تير کال کي د افغانانو بشري حالت

۱۳۸۹ فروردین ۲, دوشنبه

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د وياند نادري په وینا د افغانستان په سلو کي څلور څلویښت اعشاریه اته وګړي وزګار دي، پداسي حال کي، چي تیر کال دغه شمېره په سلو کې اوه دیرش ول...

https://p.dw.com/p/MZQS
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند نادر نادري
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون وياند نادر نادريانځور: DW

د پکتين ږغ په انټرنيټ پاڼه کي د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون په څلورم رپوټ کي راغلي: تير منۍ د افغانانو د ټولنیز او اقتصادی وضیعت دڅرنګوالی په اړه د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کميسيون د ملګرو ملتونو له څانګی سره په ګډه ددی هیواد په څلور دیرشو ولایتونو کی له یوسله شل زره وګړو سره مرکې وکړې، چي ددې مرکو پر بنسټ دهیواد د په سلو کې د شپږ دیرشو وګړو ورځینی عاید له پنځوس افغانیو څخه کم او په سلو کې نولس اعشاریه دوه نور بیا له پنځوس افغانیو ډیر عاید لری.

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون د وياند نادري په وینا د افغانستان په سلو کي څلور څلویښت اعشاریه اته وګړي وزګار دي پداسي حال کي، چي تیر کال دغه شمېره په سلو کې اوه دیرش وه. د نادري په وينا په تیرو دریو کلونو کې په ځانګړې توګه له تیرکال راهیسی د بیوزلۍ په برخه کي کوم بدلون ندی راغلی. په دې معنا، چي بېوزلي هم نده کمه شوې او دخلکو ژوند هم نه دی ښه شوی.

نادری دغه راز ويلی چی سږکال د پور کچه هم لوړه شوی ده ددی کمیسیون موندنی ښیی چی په سلو کې دری شپیته اعشاریه نهه وګړی پوروړی دی په تیرو کلونو کی د پوړوکسانو د پور کچه چی یوزره یوسل او پنځه پنځوس امریکایی ډالره وه سږکال ددی پورونو کچه دوه زره اوه څلویښتو امریکایی ډالرو ته اوچته شوی ده، چی دا رقم نهه سوه ډالره د هری کورني دپور ډیروالی ښیی. بهرنیو هیوادونو ته د کار موندنی غیرقانونی تګ ددی راپور یوه بله برخه ده چی په افغانستان کی د کار دنشتوالی په سبب په سلو کې شپږ نوی افغانان په ناقانونه توګه ایران ته اوښتی چی لدی ډلی یی په سلو کې اوه اتیا اعشاریه دری مرکه کوونکو کسانو ایران ته دخپل ناقانونه تګ یواځینی لامل په افغانستان کی دکارنشتوالی ښودلی دی.

په تیرکال کی له ایران څخه له را شړل شوی کسانو څخه په سلو کې څلورڅلویښت اعشاریه اوه هغه کسان دی چی په کار له ګمارل کيدو مخکې را ویستل شوی دی. له ښونځی څخه د ماشومانو وروسته والی په ټیټ عمر کی دهغوی په زور واده کول هغه نورې ټولنیزی ستونزی ددی چی د کميسيون په رپوټ کی یی یادونه شوی دو.

دنوموړی کمیسیون ویاند نادر نادری وایی چی په سلو کې 66اعشاریه 4 ماشومان ښونځیو ته نه ځی او یاهم په نا منظم ډول ښونځیو ته دلاری داوږدوالی، دکار کولو، په ټیټ عمرکی واده کولوپه سبب نه ځی. او یواځی په سلو کې دری دیرش اعشاریه شپږ په منظم ډول ښوونځی ته ځی. دی زیاتوی چی دافغانستان د اساسی قانون د څوار لسمی مادی د په نظر کې نيولو په بنسټ، دولت تراوسه پوری پدی برخه کی هیڅ کوم رغنده ګام ندی ايښی. پردی برسيره د رپوټ په بله برخه کی دښځو پر وړاندی ټولنیزې او اقتصادی ستونزی هم څیړل شوی د ښځو پر وړاندی لویی ستونزی: په زور واده کول، په ټیټ عمر کی دنجونو ورکول، بدل، وهل ټکول، دوی ته په ناسمه توګه کتل، دنفقی نه ورکول، په ټولنیزو چارو کې ونډه نه ورکول، ددوی مانع کیدل، جنسی تیری او ان دهغوی وژل یاد شوی دی.

په رپوټ کی د افغانستان ملی شورا ته هم د انتقاد ګوته نیول شوی چی تر اوسه پوری یی د معلولو او معیوبو وګړو لپاره تر شپږو سوو افغانیو پرته بل هیڅ ډول مالی مرسته ددوی دخوندیتوب لپاره نده تصویب کړی. نوموړی کمیسیون افغان دولت ته وړاندیز وکړ چی د خلکو د ژوند د کچی د لوړوالی لپاره د کارموندنی، او دمعیشت دښه کولو لپاره زمینه برابره کړی او خلکو ته کار کول دی په خپلو لومړیتوبونو کی راولی او ددی کار دترسره کولو لپاره دی اقتصادی پالیسی په پام کی ونیسی، دوی وایی چی افغان حکومت باید د حرفه یی کارګرانو لپاره د حرفه یی زده کړی زمینه برابره کړی او لدی سره جوخت دی خفیفه صنایعو ته وده ورکړی. د یوه پراخه ټولنیز خوندیتوب په چوکاټ کی دی باید ټول هغه وګړی چی دټولنیز خوندیتوب وړ وی لکه معلولین، معیوبین، هغه کورنی چی دسرپرستی څوک نلری او دماشومانو او ښځو ساتنه ور په غاړه ده، بی ځایه شوی کورنی اوسپین ږیری په ګوته او ددوی د مرستی لپاره دی داسی میکانیزم چی دافغانستان دملی پراختیایی ستراتیژی سره برابر وی، پلی او پیا وړی کړی، ددی کمیسیون یو بل وړاندیز دولت ته داو چی د ودونو او نکاح خطونو کارول دی په ټول هیواد کی عام کړی او دنکاح دثبت مرکزونو ته دې د خلکو لاس رسی په ټولو ځایونو کی جبری کړی.

سهيلا حسرت نظيمي

کتونکی. زيارمل