1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تيرو لسو کلنو کي د افغانستان او امريکا اړيکي

۱۳۹۰ آذر ۱۳, یکشنبه

د افغانستان او امريکا د متحده ايالاتو ترمنځ د اقتصادي، سياسي او کلتوري اړيکو په هکله بحث تر ډيره پوري د افغانستان په معاصر تاريخ کي د شلمي پېړۍ له پيل راهيسي شروع کيږي.

https://p.dw.com/p/13GOl
«د طالبانو له پرځولو وروسته امريکا يو ځل بيا افغانستان ته مخ راواړاو»
«د طالبانو له پرځولو وروسته امريکا يو ځل بيا افغانستان ته مخ راواړاو»انځور: DW

کله چي افغانستان په ١٩١٩م کال کي خپلواکي بيرته ترلاسه کړه، غازي امان الله خان د سيمي د هيوادونو لکه ترکيې، جاپان او د هغه وخت شوروي اتحاد، هندوستان او لويي برتانيې څخه پرته گڼ شمېر اروپايي هيوادونو، لکه فرانسې، جرمني، ايټاليا، سويس او عربي هيوادونو سره اړيکي پراخه کړې او افغانستان يې د (حايل دولت) له انزوا څخه راوکيښ او د هغه مهال په اصطلاح له اتازوني سره يې د اړيکو پلان درلود.

کله چي افغانستان د ١٩٢٨ له وروستيو څخه تر ١٩٢٩ پوري کورني اړو دوړو سره مخامخ شو، د هيواد بهرنۍ اړيکي ګډوډي شوې، په تيره بيا له متحده ايالاتو سره ډيري نژدې نه وې.

له متحده ايالاتو سره ډير وروسته ياني په ١٩٤٧ او ١٩٥٣ کي ديپلوماتيک، کلتوري او نظامي علايق رامنځته شول، دا هغه وخت وو چي دوهمه نړيواله جګړه پاى ته رسېدلې وه، نور نو په سيمه کي د برتانيې د امپراتورۍ ټغر ټول شوىوو، او د هغې د فارورد د پاليسۍ اثرهم نه وو.

خو دا مهال دوه نوي بلاکونه جوړ شول، چي د يوه په سر کي شوروي اتحاد او د بل په سر کي متحده ايالات ول.

طبعاً افغانستان د يوه نژدې ګاونډي په توګه له شوروي سره نژدې اړيکي پيل کړې، خو د خپل ناپېيلي او فعال سياست له مخي يې له متحده ايالاتوسره هم د دوستانه اړيکو هڅه وکړه، خو له ١٩٥٣ څخه تر ١٩٦٣ کلونو پوري د لسو کالو انتظار سره سره متحده ايالاتو له افغانستان سره په نظامي برخه کي د مرستو لپاره هيڅ مثبت ځواب ونه وايه صرف په کلتوري اواقتصادي برخو کي يې يو شمير مرستي احساس کېدې.

وروسته يې بيا د افغانستان د لومړنيو پينځه کلنو پلانونو په ترڅ کي اقتصادي مرستي ډيري کړې، مثلا ١٩٥٣ کي يې ٦٦٦٩٤ ډالره د کريډټ او ٨٣٦٦٠ ډالره د ګرانت په بڼه مرسته وکړه او تر ١٩٥٨ پوري يې نورو مرستو ته هم دوام ورکړ.خو دغه روابط د سړې جګړې تر اغيز لاندي ول.

کله چي په ١٣٥٨ کال کي په کابل کي د يوې پيښي په ترڅ کي د امريکا سفارت يو لوړ رتبه مامور ووژل شو، د دواړوهيوادو ترمنځ روابط ساړه شول،دا مهال ګڼ شمير افغانان پاکستان ته مهاجر شوي ول، اوهلته مهاجر افغانان د امريکا له مرستو برخمن ول.

په ٢٠٠١ کي د امريکا د نظامي ځواک په مرسته د طالبانو له پرځولو وروسته امريکا يو ځل بيا افغانستان ته مخ راواړوه، دا هغه مهال و، چي امريکا پوره لس کاله افغانستان هير کړى وو، دا مهال افغانستان ته د امريکاد نظامي قواوو په راتګ سرهله دغه هيواد سره ګڼ شمير اقتصادي ديپلوماتيک او نظامي ملاتړ پيل شو.خو بل خوا پاکستان په سيمه کي د امريکا د پخواني ملګري په توګه دغه نوي پيل شوي تاوده مناسبات چندان و نسوای زغملاى، نوځکه له افغانستان سره دغه اړيکي هم، په مناسب ډول نه ښودل کېدې.

د پاکستان استخباراتي کړيو پاکستان ته تښتيدلو طالبانوته امريکايي پوځ يو کفري غاصب قوت ښوده، او هغوى يې په بهرنيو ځواکونو يرغل ته چمتو او وهڅول،په دې توګه د امريکي مرستو د هيواد د ملکي چارو او پرمختيايي اهدافو کي پوره ونډه ترسره نه کړه، بلکي اکثراً نظامي ډيرو لوړو لګښتونو ته اړم شوي د اسلام اباد ځانګړيو کړيو، د لاسوهنو له امله څو څو ځله په دغو اړيکو کي هم ترينګلتيا رامنځ ته شوه.

کله چي محترم، زلمى خليلزاد، د امريکا سفير وو، دغو اړيکو ډير ښه نظم درلود خو وروسته تر هغه څو ځله دغو اړيکو ته زيان واوښت. مثلا يو ځل د جمهوري رياست له دوهم ځلي ټاکنو وروسته او بيا د کابل بانک له سقوط وروسته او همداسي هم د يو شمير نظامي عملياتو له امله.

د افغانستان جمهور رئيس د امريکا لاسوهنو ته څو ځله اشاره وکړه، چي امريکا ګواکي په خپل سر بعضي مسايلو کي لاسوهنه کوي. د افغانستان دولت څو ځله د اداري فساد شتون لامل هم د بهرنيو په هغه پاليسي وربار کړ، چي ګواکي د پروژو د تطبيق په برخه کي ناسنجول شوي قراردادونه ترسره کوي.

کله چي د ايبټ آباد پيښه رامنځته شوه او اسلام اباد له امريکا څخه ناراضه غوندي شو، هغومره برعکس بيرته د امريکا او افغانستان اړيکي لا تودې شوې، ترڅو چي د ٢٠١١ په پاى کي خبره د امريکي د متحده ايالاتو او افغانستان ترمنځ د يو اوږدمهاله ستراتيژيک تړون لاسليک ته ورسيده.

همدا اوس د امريکااو افغانستان د اړيکو لنډيز دا دى، چي امريکايي پوځيان به تر دوو کلونو د امنيتي چارو واک د افغانستان ملي ځواکونو ته سپاري، او خپله به نظامي عمليات ډيرمحدود کړي، خو پرځاى به يې له افغانستان سره د ستراتيژيک تړون په آډانه کي اقتصادي پرمختيايي مرستو او اړيکو ته پياوړتيا ورکړي.

پوهاند محمد بشير دوديال

کتونکی: نجيب الله زيارمل