په تيرا کي تر سلو زيات کسان وژل سوي دي
۱۳۹۲ فروردین ۲۰, سهشنبهیوه پاکستاني چارواکي د نوم د نه اخيستلو په شرط د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه جګړه د جمعې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۵) د وسله والو یاغیانو له خوا په خیبر ایجنسۍ کې د تیرا سیمي د کنترول له پاره د يرغل په مقابل کي پيل شوې ده. دغه چارواکي زیاته کړې ده:
«زموږ ۱۳ تنه سرتیري شهیدان شوي دي، خو موږ یاغیانو ته هم درنه مرګ ژوپله اړولې ده او د هغوی تر سلو زیات کسان وژل شوي دي.»
د راپورونو په حواله پوځ په دغه سیمه کې له جنګي جیټ الوتکو څخه هم استفاده کوي چې دغه سیمه ته څرمه د کرم او اورکزو په سیمو کې هم د طالبانو سنګرونه په نخښه کړي.
دغه راپورونه د آزادو سرچينو له خوا نه دئ تائيد شوي، ځکه چې قبایلي سیمو ته خبریالان ډیر محدود لاس رسی لري.
ویل کیږي چې په لومړي سر کې له طالبانو سره تړاو لرونکي «لشکر اسلام» ډلې د «انصارالاسلام» په نوم د رقیبې ډلې پر مورچولو بریدونه کړي او تر هغې وروسته دغه جګړه پیل شوې ده.
داسې هم ویل کیږي چې پاکستانی حکومت د انصارالاسلام ډلې ملاتړ کوي چي یاغیان له دغو سیمو څخه پر شا کړي. د راپورونو په حواله له مارچ میاشتي راهيسي د دغه کړکیچ د غځیدو له امله شاواخوا ۴۴ زره کسان د خپلو کورونو پريښودو ته اړ شوي دي.
د بلي خوا د پاکستان سياسي کړکېچ ته په کتو سره په دغه هيواد کي پارلماني ټاکنو ته په خرپ تياری روان دئ.
د پاکستان سترې محکمې د سه شنبې په ورځ (۲۰۱۳کال د اپریل ۹) د پخوانې ولسمشر پرویز مشرف پرضد د غدارۍ محاکمه د اپریل تر پنځلسمې نیټې پورې ځنډولې ده.
مدافع وکیل احمد رضا قصوري د پاکستان د سترې محکمې د باندي خبریالانو ته وویل: «موږ له محکمې څخه وغوښتل چې دغه محاکمه د می میاشتې تر۲۰ نېټې پوري وځنډوي، خو زموږ غوښتنه رد شوه.»
د پاکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ پرویز مشرف ته د پنځو عریضو په ترڅ کې په محکمه کې د حاضریدو امر کړی وو. په دغو عریضو کې د پاکستان له اساسي قانون څخه د سرغړاوي په تور د غدارۍ او په ۲۰۰۷کال کې د اضطراري حالت د نافذولو پر وخت د قاضیانو د لیرې کولو تورونه شامل دي.
د دوشنبې په ورځ د پاکستان ستري محکمې پر پرویز مشرف له هیواد څخه د باندي وتلو باندي د بندیز امر هم کړی وو. پاکستاني طالبانو هم مشرف ته د مرګ ګواښ کړی دی.