1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په تونس کي د ترهگرۍ ويره

۱۳۹۰ مرداد ۱۸, سه‌شنبه

په تونس کي د (یاسمین انقلاب) په نامه بدلونونو لیبرال، کیڼ اړخه، او همدارنګه اسلام پاله قوتونه د دویم ځل لپاره فعاله شوی دي. د پخوانې رژیم په وخت کی د دوی فعالیتونه درول شوی ؤ، او په پرلپسی ډول تر فشار لاندی نیول کیدل.

https://p.dw.com/p/12DhA

که څه هم د تونس اسلامپاله د القاعدی د زورزیاتی د ایډیالوژی څخه په اګاهانه توګه لریوالې غوره کوی، خو بیا هم د دغه هیواد ځوانان دوی ته د بی اعتمادی په سترګه ګوری.

د تونس د (الحبیب بورقیبه) په سرک کی څو تنو چی اوږدی ږیری یی درلودل او پراخی جامی یی پر تن وی د سیاست پر سر یی خبری کول. د دوی له ډلی څخه یو تن دا خبره چی ګواکی دین د دولت څخه جلا دی ؤ غندله او دی ته یی کفر وویل. یو بل تن وویل چه ټولنه فاسده شوی ده. په ټونس کی څو میاشتی وړاندی دا ډول صحنه د تصور څخه هم لری وه.

لږ څه لری په یو مزدحم سرک کی (شیرین بلهادی) د خپلو دوستانو سره په یوی قهوه خانې کی ناسته ده. هغه خپله نوی دستکوله(لاسی کڅوړه) چی ګلابې رنګ لری او د مار انځو پری تر سترګو کیږی په ډیر شوق او ویاړ سره خپلو دوستانو ته ښکاره کوی. نجونې او ځوانان سګرټ څکی او په ډیرۍ کراری سره قهوه، چای، د میوو اوبه او یا هم بیر څکی. دوی په ډیر بی اعتمادی سره ږیرورو سړو ته ګوری. شرین چی 27 کلنه ده او د یاسمین په انقلاب کی به یی هره ورځ په احتجاجونو کی ونډه اخستله وایی چی د دغو کسانو څخه بیریږی. شرین زیاتوی:

« کله چی په قهوه خانۍ کی کښینم زه فکر کوم چی دوی به پر ما ډزی وکړی، او یا به یوه چاودنه وکړی. دا صحیح ده چی دوی اوس کوم کار نه کوی، خو دوی غواړی د دغی وضعی څخه خپل په فایدی ګټه پورته کړی او ډیر نفوذ وکړی.»

د النهضه ګوند په تونس کی یو ډير مشهور کوند دی. دغه ګوند چی د یوی اوږدی مودي لپاره یی فعالیتونه منع کړای شوی ؤ، اوس یی د دویم ځل لپار د هیواد په سیاسی چارو کی لاسوهنه پیل کړیده.

د حزب النهضه مشر او روحانې پلار د رشید الغنوچی په نامه یو 70 کلن سړی دی. د الغنوچی د کور په دروازی کی یو حارث یا څارونکی چی بریتونه لری او توری عینکی یی په سترګو دی ولاړ دی. د کور په باغیچی کی د میوو د ونو په منځ کی پر یو تناب د ماشومانو او میرمنو جامی ځړول شوی دی. رشید غنوچی یوه خړ رنګه درشی، سپین کمیس او تور بوټان اغوستی دي، په یوی لویی کوټی کی چی په هغه کی د بربریانو د لاس په وسیله جوړشوی یو فرش پروت دی خپلو میلمنو ته هرکلۍ کوی. د کوټی په یو کونج کی تلویزیون ایښودل شوی چی د الجزیری عربی کانال پکی تر سترګو کیږی. غنوچی وایی چی د دوی د ګوند څخه ویره درلودل بیخی بیځایه کار دی. هغه زیاتوی.

« دغه ډار او ویره اوس هم د هغی ویری ریښه لری چی پخوانی ولسمشر بن علې د خپلو سیاسی سیالانو د منزوی کولو لپاره رامنځته کړی وه. زمونږ د ګوند هدف د ملې یوالی ټینګول دی، تر څو ټولنه د بن علې د سلطی د بقایاو څخه پاکه کړای شی او یو آزاد او دیموکراتیک دولت رامنځته شی،چی په هغه کی ټول ښاریان د مساوی حقونو څخه برخمن وی.»

د تحریر د تندلاری ډلۍ ویاند رضا بلحاج هم د ترور څخه فاصله نیسی. دا سړی چی ټیټه ونه لری او نازکه ږیره د یوی مرکی لپاره د بورقیبه د سرک یوی قهوه خانۍ ته حاضریږی. د ده په اند په تونس او مصر کی د خلکو پاڅونونه تر اوسه بشپړ شوی نه دي. نوموړی وایی:

« دویم قدم دا دی چی د ټولۍ نړۍ مسلمانان دا درک کړی چی پر ځان متکې شی. دوی به د داسی یو دولت غوښتونکې شی چی په هغه کی د یو متمدن او حقیقی اسلام څخه پیروی وشی. یو ډیر ځواکمن قدرت د هغی له پاره موجود دی. کله چی ملت په معنوی لحاظ پوه شی او درک کړی چی دا اسلام دی، په هغه وخت کی کولې شو چی ناممکنه شیانو ته لاسرسی پيدا کړو.»

د خلکو یوه کوچنی ټولنه ،د ښار د تیاتر د هغې وادنۍ مخی ته چی د استعمار د وختونو راهیسی پاتی ده فریاد کوی. هیواد اوس هم پر اداری فساد ککړ دی.

د دغه ځای تر څنګ په یوی بلۍ قهوه خانۍ کی د میرمن شیرین او دوستانو خبری اوس هم لا ډیری خوږی دی. د دوی د خپل وینا پر اساس هیڅکله هم فکر نه شی کولی چی یو وخت دی اسلام پاله د حکومت مشری په غاړی واخلې، خو دوی په کامله توګه باوری هم نه دی. شیرین وایی که چیری داسی یو څه رامنځته شی په هغه وخت کی به دی او د ده دوستان خپل هیواد پریږدی، او په دی صورت کی به د دوی انقلاب بی فایدی وی.