په تونس کي بيا مظاهرې سوي دي
۱۳۹۲ مرداد ۱۶, چهارشنبهمظاهره کوونکي د تونس د پلازمېني په «بردو» سيمه کي د پارلمان د ودانۍ مخي ته راټول سوي ول. د مظاهرې گډونوالو د النهضه اسلامي گوند په مشرۍ د حکومتي مشرانو د استعفا غوښتنه کوله.
له يو شمېر مظاهره کوونکو سره د اپوزيسيون د دوو تنو وژل سوو مخکښانو محمد براهمي، او شکري بلعيد، عکسونه هم ول. د دغه هيواد ډيری وگړي د دغو وژل سوو کسانو پړه پر حکومت باندي اچوي.
د روان کال د جولای مياشتي پر ۲۵ نېټه د براهمي تر وژل کېدو وروسته هره ورځ په تونس کي اعتراضونه او ناارامۍ رواني دي. خو د پوليسو د يوه چارواکي په خبره د سه شنبې په ماښام مظاهره تر ټولو ستره وه. دغه پوليس چي نوم ئې نه دی اخيستل سوی ويلي دي چي نژدې ۴۰۰۰۰ کسان سړکونو ته راوتلي ول.
بحران د پارلمان د غونډو د خنډ سبب سوی دی
په تونس کي سياسي بحران ته په کتو سره د دغه هيواد د پارلمان غړي نسي سره راټولېدلای. د پارلمان د رئيس مصطفي بن جعفر، په خبره د انتقالي پارلمان مجلسونه به تر هغه مهال پوري تر سره نه سي، تر څو حکومت له اپوزيسيون سره بيرته خبري نه وي پيل کړي.
هغه د پارلمان د رئيس په توگه په خپله په دې تلاښ کي دئ چي له سياستوالو او نورو مخورو سره تماس ونيسي او نوی ديالوگ پيل کړي.
په ۲۰۱۱ کال کي له واکه څخه د زين العابدين بن علي تر ليري کېدو وروسته د النهضه گوند په ښکاره توگه لومړۍ ټاکني وگټلې. له هغه راهيسي دغه گوند له CPR گوند سره په گټه ائيتلافي حکومت جوړ کړی دی.
په پلان کي ده چي د روان کال په سپتمبر مياشت کي به په تونس کي نوي ټاکني ترسره سي.
دا په داسي حال کي ده چي ويل کېده چي د تونس پارلمان د اساسي قانون او د ټاکنو د یوه قانون پر مسودې باندي خپل کار به په راتلونکو څو اوونيو کي پای ته ورسوي. د دغو دوو قانونو په مرسته به په دغه هيواد کي نوي ټاکني او د ديموکراسۍ اصل رامنځ ته سي.
د تونس د حکومت ډير سکولار اپوزيسيون پر دې باندي ټينگار کوي، تر څو چي د حکومت ټول غړي له واک څخه نه وي ليري سوي خبرو ته نه حاضريږي.
د النهضه گوند له خپلو مخالفينو سره ټولي هغه خبري رد کړي دي چي د حکومت په استعفا پوري مشروطي دي.