په تورخم کي د افغان او پاکستاني ځواکونو جگړه
۱۳۹۵ خرداد ۲۵, سهشنبهد فرانسې خبري آژانس لیکي، له هغه وروسته چي د يکشنبې په ماښام د افغان امنيتي ځواکونو له خوا د تورخم په سرحد کي د پاکستان له خوا جوړېدونکي دروازې سره مخالف وسو تر اوسه پوري غير منظم جنگ روان دئ.
دغه جگړې دې ته لمن ووهل چي دواړي غاړي يو پر بل باندي تورونه ولگوي، اسلام آباد او کابل يو د بل سفيران ور وغوښتل او خپل رسمي شکايتونه ته ئې ورته وړاندي کړل.
د افغانستان په ختيځ کي د سرحدي پوليسو قوماندان سيد محمد حسین خېل ويلي دي چي د يکشنبې په ماښام جنگ کي د افغان امنيتي ځواک دوه سرتيري وژل سوي او ۹ نور ټپيان سوي دي.
هغه د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «جنگ د سه شنبې ورځي د سهار تر ۷ بجو پوري روان وو. څو چي جنگ نه وي خلاص سوی سرحد به تړلی پاته وي.»
د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي دي چي په دغه پېښه کي ئې د پوځ يو افسر وژل سوی او ۱۸ نور ټپيان سوي دي چي ډېر ئې ملکي مامورين دي.
د پاکستان پوځ په تورخم کي د دروازې جوړول داسي توجيه کړي: «تروريستان» د عبور له نقطې کار اخلي.
د پاکستان پوځ د دوشنبې په ورځ په يوه خپره کړې بيانيه کي ويلي دي: «د دې له پاره چي په تورخم کي د تروريستانو حرکتونه کنترول سي، پاکستان په خپل اړخ کي د يوې دروازې جوړول اړين گڼي، څو غير قانوني حرکتونه ئې کنترول کړي وي.»
خو افغان امنيتي ځواکونو تيره ورځ دويچه ويله ته وويل: «دوی غوښتل چې د تورخم په صفري نقطه کې یوه دروازه جوړه کړي چې دا د سرحدي او بین المللي اصولو خلاف کار دی. حتی دوی دغلته ټانکونه په صفري نقطه کې ځای پر ځای کړي او دا هم د بین المللي او سرحدي اصولو خلاف دي. دوی د نظامي تحرکاتو ترسیوري لاندي په زبردستۍ سره دغه دروازه جوړوله.»