په ترکیې کې د مظاهرو ځپل
۱۳۹۳ خرداد ۱۱, یکشنبه
پولیسو د شنبې په ورځ د هغو سلهاو تنو مظاهره کوونکو پر ضد چې د استانبول په تکسیم میدان کې سره راټلولو شوي ول، له اوښکې بهوونکي گاز او اوبو پاشوونکو موټرو څخه استفاده وکړه.
تر مظاهرو لا مخکې پولیسو ځینې واټونه چې د تکسیم میدان ته رسیږي، بند کړي ول. د ترکیې لومړي وزیر رجب طیب اردوغان، هم تر پلان شویو مظاهرو مخکې، لاریون کوونکو ته گواښ کړی وو.
پولیسو د مظاهره کوونکو پر ضد هغه وخت په اقدام لاس پورې کړ چې هغوی د استقلال واټ په لور حرکت پیل کړ. په رسنیو کې په ښوول شویو انځورونو کې لیدل کیږي چې یو شمیر پولیس د ځینو مظاهره کوونکو د نیولو په حال کې دي. پر دې سربیره د CNN یو خبریال هم د یوې لنډې مودې له پاره د پولیسو له خوا نیول شوی دی. چارواکو ویلي دي چې دغه کار یې د خبریال د اسنادو د کنترولو په موخه ترسره کړی دی.
د استانبول د مظاهرو د کنترول له پاره سیمې ته شاوخوا ۲۵۰۰۰ پولیس چې ۵۰ د اوبو پاشلو موټر یې لرل استول شوي ول.
له بلې خوا د ترکیې په پلازمینه انقره کې هم پولیسو د مظاهره کوونکو پر ضد په اقدام لاس پورې کړی دی. په دې ځای کې پولیسو د هغو مظاهره کوونکو پر ضد چې ویل کیږي پر هغوی باندې یې اور اخیستونکي مواد او تیږې اچولې دي، له اوښکې بهوونکي گاز او اوبه پاشوونکو موټرو څخه کار اخیستی دی.
تر دې مخکې مظاهره کوونکو د حکومت ضد مظاهرو د پیلیدو د لومړۍ کلیزې په مناسبت د پراخو مظاهرو غوښتنه کړې وه خو اردوغان هم ویلي وو چې پولیسو ته یې د دغو مظاهرو د کنترولو امر کړی دی.
په ترکیې کې د تیر کال مې میاشتې راهیسې د حکومت پر ضد مظاهرې ترسره کیږي. تر دغو مظاهرو وروسته پر اردوغان باندې په کورنۍ او نړیواله کچه نیوکې وشوې.