1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکیه کې بیا چاودنه شوې

۱۳۹۵ خرداد ۱۹, چهارشنبه

د ترکیې په استانبول ښار کې د مرگوني چاودنې یوه ورځ وروسته په دغه هیواد کې بله چاودنه رامنځ ته شوې ده. په میدیات ښار کې چیرې چې کردان میشت دي یوه موټر بم چاودنې درې تنه وژلي او یو شمیر یې ټپیان کړي دي.

https://p.dw.com/p/1J2X4
انځور: Reuters/Sertac Kayar

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې دغه چاودنه د ترکیې سویل ختیځ کې د پولیسو په مرکزي مقر باندې تر سره شوې ده. د ترکیې دولتي خبري آژانس انادولو، د رپوټ له مخې د ماردین ولایت په دغه سیمه کې ډیر شمیر امبولانسونه په فعالیت بوخت ول.

د ترکیې د لومړي وزیر بن علي یلدریم د معلوماتو له مخې لږ تر لږه ۳۰ تنه ټپیان شوي دي. په تلویزوني انځورونو کې لیدل کیږي چې د چاودنې شدت پنځه پوړیزې ودانۍ مخې ته زیان اړولی دی. د انادولو خبري آژانس ویلي دي چې د چاودنې ځای ته څیرمه نورې ډیر شمیر ودانۍ هم زیانمنې شوي دي.

ماردین هغه یو ولایت دی چې زیاتره اوسیدونکي یې کردان دي. ویل کیږي چې منع کړی شوي کردي کارگر گوند پې کې کې، تل په امنیتي ځواکونو بریدونه تر سره کوي. د سه شنبې په ورځ د ترکیې په استانبول ښار کې د پولیسو په موټر یو برید تر سره شو، چې په پایله کې یې لږ تر لږه یوولس تنه ووژل شول.

پوځ: د مارچ میاشتې راهیسې د پې کې کې ۵۰۰ جنگیالي وژل شوي

لا تر اوسه د تیرې ورځې د چاودنې په څیر د ننۍ چاودنې مسوولیت هم کومې ډلې پر غاړه نه دی اخیستی. خو د انادولو خبري آژانس په میدیات کې د ترسره شوي برید له پاره پې کې کې، مسووله گڼي. د ترکیې پوځ د دغه هیواد په سویل لویدیځ کې له یوه کال راهیسې د پې کې کې د جنگالیو او د هغوی د خواخوږو پر وړاندې له سخت چلن څخه کار اخلي. پې کې کې بیلتون غوښتنکې ډله هم په خپل وار سره د ترکیې امنیتي ځواکونه تر هدف لاندې نیسي.

څو ورځې ترمخه د ترکیې پوځې د میدیات د سویل په ۴۰ کیلومترۍ کې د نصیبین په سیمه کې د پې کې کې پر ضد د پیل شوو عملیاتو د ختمیدو اعلان وکړ. د پوځ د معلوماتو له مخې د مارچ میاشتې له نیمایي راهیسې د پې کې کې ۵۰۰ جنگیالي وژل شوي دي. زیاته شوې ده چې د ترکي پوځ ډیر شمیر منسوبین هم وژل شوي دي.