1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترکيه کي پوځي کودتا سوې

آژانسونه/ ن. ز۱۳۹۵ تیر ۲۶, شنبه

په ترکيه پوځ منلې ده چي واک ئې نيولی دئ. خو اردوغان ويلي دي چي دغه کار په پوځ کي د يوې «کوچنی» ډلي له خوا سوی دئ.

https://p.dw.com/p/1JPoQ
Putschversuch in der Türkei
انځور: Reuters/Stringer

د ترکيې د پوځ د معلوماتو له مخي دوی پر جمهوررئيس رجب طيب اردوغان باندي کودتا کړې ده او ټول واک ئې نيولی دئ. د عيني شاهدانو په حواله پوځ د جمعې په ورځ (۲۰۱۶م کال د جولای ۱۵مه)ماښام ناوخته په انقره او استانبول کي سړکانو ته راوتلی او لويي لاري ئې بندي کړي دي.

د ترکيې پوځ ويلي دي چي په دې سره به نو اساسي قانون، ديموکراسي او بشري حقونه خوندي سي. خو اردوغان بيا ويلي دي: «دا د ترکيې پر ديموکراسي باندي يرغل دئ.»

جمهوررئيس رجب طيب اردوغان
انځور: picture-alliance/AA/R. Aydogan

د هغې وينا پاڼي له مخي چي د ترکيې د جمهوري رياست د دفتر له خوا خپره سوې ده پکښې راغلي دي چي دغه کار «په پوځ کي د يوې ډلي له خوا سوی دی.» له بلي خوا د ترکيې پوځ په ټولو لويو ښارونو کي پر گرځېدو راگرځېدو بندز لگولی دئ. پوځ د NTV تلويزيون له خوا اعلان کړی دئ چي په ټوله ترکيه کي ئې واک نيولی دئ.

ويل کيږي چي په انقره او استانبول کي پوځي زغروال موټر سړکانو ته راوتلي دي او په استانبول کي ډزونه هم اورېدل سوي دي. د ښار پر فضا څرخۍ الوتکي هم گرځي. په استانبول کي د اتاتورک نړيوال هوايي ډگر هم تړل سوی دئ.

Türkei Bosporus-Brücken werden geschlossen
استانبولانځور: Reuters/M. Sezer

د راپورونو له مخي اردوغان په يوه خوندي ځای کي دی او ويل کيږي چي لوی درستيز کودتا کوونکو يرغمل کړی دئ. نور دولتي چارواکي نظر بنده سوي دي او د پوځ ډېر افسران نيول سوي دي. په استانبول کي دوه ستر پلونه پوځي موټرو بند کړي دي.

بشپړ جزئيات وروسته وړاندي کيږي.