په ترکيه کي پر همجنس بازانو باندي د پوليسو يرغل
د ترکيې د ښورښ ضد پوليسو د استانبول د ښاروال په لارښوونه د همجنس بازانو پر سوله ييز لاريون اوښکن گاز او ربړي مرمۍ اورولي او سره پاشلي ئې دي. د دغه يرغل دليل د «روژې مياشت» ښوول سوې ده چي دغه شان لاريون په روژه کي منع دی.
د ترکيې پوليسو د همجنس بازانو پر يوه لاريون باندي په اوښکن گاز او ربړي مرميو سره يرغل کړی او په دې سره ئې لاريون سره پاشلی دئ.
هر کال د جون مياشتي پر ۲۸ نېټه د نړۍ په يوشمېر هيوادونو کي همجنس بازان د خپلو حقونو له پاره سوله ييز لاريونونه کوي. انځور په استانبول کي د لاريون دئ.
د استانبول په زرونو همجنس بازان او د هغوی پلويان د «کريستوفر استريت دې» په ورځ د نورو کلونو په شان په «تقسيم» ميدان کي سره راټول سوي ول.
د همجنس بازانو په خبره د استانبول ښاروال وصاب شاهين بې له دې چي مخکي له مخکي اعلان وکړي، دغه لاريون ئې منع کړی دئ.
د استانبول ښار د دغه لاريون د منع کولو دليل د «روژې مبارکه مياشت» بللی دئ. خو د همجنس بازانو په خبره تيرکال هغه دغه ورځ په روژې مياشت کي وه ولي هيڅ ستونزه پېښه نه سوه.
همجنس بازانو په خپله فيسبوک پاڼه کي د ښاروال دغه کار «غير قانوني» بللی او له هغه څخه ئې غوښتي دي چي «د ترکيې اساسي قانون ته احترام ولري.»
پوليسو د تقسيم او استقلال ميدانونو ته ټولي تلونکي او راتلونکي لاري بندي او د لاريون کوونکو د سره پاشلو له پاره ئې د اوښکن گاز، ربړي مرميو او اوبو ماشولو ماشينانو څخه کار واخيست.
د پوليسو له يرغل سره سم د تقسيم ميدان هټيوالو د خپلو هټيو دروازې را کش کړې او ميدان داسي بڼه غوره کړه لکه رخصتي چي وي. د عیني شاهيدانو په خبره ځينو هټيوالو همجنس بازانو ته په خپلو هټيو کي پناه ورکړه.
په استانبول کي د ښورښ ضد پوليس د همجنس بازانو لاريون د سره پاشلو په حال کي. دوی اوښکن گاز او ربړي مرمۍ هم کارولې.
ترکيه په سيمه کي يو له ډېرو لږو هيوادونو څخه دئ، چي همجنس بازي پکښې ممنوع نه ده.
د استانبول ښار وال ويلي دي چي دغه اقدام ئې ځکه وکړ چي دغه لاريون بې له اجازې جوړ سوی وو او د دې ويره هم وه چي نوري ډلي به يرغل پرې وکړي.
همجنس بازانو د سږکال لاريون د «غرور لاريون» نومولی وو.
پر همجنس بازانو باندي په اوښکن گاز سره د ترکيې د پوليسو يرغل.
د ترکيې د ښورښ ضد پوليس چي په دغه سيمه کي په شخصي کالو کي گرځېدل يو شمېر هغه کسان ئې هم ونيول چي پر دوی باندي ئې نيوکي کولې.
همجنس بازانو په خپل فيسبوک پاڼه کي ليکي دي: «موږ دلته يو، زموږ له حضور سره عادت وکړئ، موږ به له دغه ځايه ولاړ نه سو، مينه ميدان گټي.»
پر دوی باندي د پوليسو د يرغل سره سره بيا هم ماښام استقلال ميدان ته راووتل، څو د خپل حق غوښتنه په خپل حضور سره وښيي.