1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ترورستي شبکو کي د مېرمنو فعاليتونه پر ډيريدو دي

۱۳۸۹ خرداد ۹, یکشنبه

په المان کي امنيتي چارواکي اوس د هغو مېرمنو څخه په اندېښنه کي دي، چي د انټر نيټ پر پاڼو تبليغاتي ويډيوگاني خپروي...

https://p.dw.com/p/Nd8Q
د آلمان د نارد راين وست فالن ايالت د امنيتي مامورينو په عقيده، دغه راز مېرمني چي داسلام دين ته ور اوښتي دي غواړي، چي ځانونه ډير تند لاري وښه يي.
د آلمان د نارد راين وست فالن ايالت د امنيتي مامورينو په عقيده، دغه راز مېرمني چي داسلام دين ته ور اوښتي دي غواړي، چي ځانونه ډير تند لاري وښه يي.انځور: dpa

دFAS په نامه آلماني ژبې ورځپاڼه ليکي، چي په تيره بیا په انټرنیټ کي د هغه آلمانۍ مېرمنو تبليغات ډير سوي، چي د اسلام دين ته اوښتي دي.

ورځپاڼه د راين لند وستفالن د ايالت د اساسي قانون د ژغورني ادارې د مرستيال Burkhard Frier په نقل سره ليکي چي :« په دې ورستيوکي د انټرنيټ په آلماني ژبو پاڼو کي هغه مېرمني چي د اسلام دين يې منلی دی د اسلامي تر هګرو د راجلبولو دپاره تبليغات کوي.»

هغه وايي، دغه مېرمني د «کفارو » وژل د يوې عادلانه غوښتني دپاره روا کار بولي او دوئ په اصطلا د تهاجمي کلماتو پا استعمالولو کي د نارينوو څخه کم نه دي.

د FAS ورځپاڼه مخ په وړاندي لیکي، چي په روان وخت کي د امنيتي مامورینو دپاره دیوې مسلمانه سوي آلمانۍ ويډیو ډيري انديښنې رامنځ ته کړي دي.

دغه مېرمن، چي مستعار نوم يي اوم صفيه ده، په يوه ويډیويي پیغامه سره په آلمان کي مسلماني مېرمني دې ته رابولي، چي د افغانستان او پاکستان په سرحدي سيمو کي په مسلحانه جگړو کي ونډه واخلي.

ورځپاڼه ليکي، ددغي مسلماني سوي المانۍ چي اصلي نومLuisa S. ده.څو مياشتي وروسته تر هغه چي مسلمانه سوه د خپل مېړه سره چي په خټه افغان و، يو ځای دبن د ښاره څخه افغانستان ته تللي.

هغه په آلمان کي د دولت رسمي ماموره ول. مېړه يې جواد نوميدی،22 کلن و او د تير کال داکتوبر په مياشت کي په وزیرستان کي د پاکستاني عسکرو سره په جګړو کي وژل سوی دی.

د آلمان د نارد راين وست فالن ايالت د امنيتي مامورينو په عقيده، دغه راز مېرمني چي داسلام دين ته ور اوښتي دي غواړي، چي ځانونه ډير تند لاري وښه يي، ځکه چي دوئ د اسلامي دودونه سره ندي لوی سوي او دوئ دعادي مسلمانو مېرمنو په شان فکر نه کوي. ځکه نو دې ته چمتو دي، چي په اصطلا په جهاد کي فعاله ونډه واخلي او نوري مېرمني هم دغه کار ته را وبولي.

AG/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل