1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په تخار کې طالبانو داعشيان نيولي دي

۱۳۹۶ مرداد ۲, دوشنبه

د تخار ولايت پوليس وايي چې په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې طالبانو ۱۲ داعشيان نيولي دي. ويل شوي له دې دلي ئې څو تنه وژلي دي.

https://p.dw.com/p/2h38e
Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د تخار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر سيد جهانګير کرامت وايي چې طالبانو په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې له داعش سره د تړاو په تور ۱۲کسان نيولي دي. کرامت که څه هم په خواجه بهاوالدين کې د داعش ډلې د بشپړ ظهور خبره رد کړه، خو د دغي ولسوالۍ د امنيې قومندانۍ په حواله يې دا خبره تائيد کړه چي طالبانو ۱۲ داعشيان نيولي دي.

د امنيت امر دویچه ویله ته وویل: «طالبانو په خواجه بهاوالدين ولسوالۍ کې دولس تنه طالبان چې غوښتل يې داعش ډلې ته واوړي ونيول او له هغوی څخه يې ۴ تنه وژلي او پاته نور ۸ کسان يې د سپين ږيرو په منځګړتوب د شل لکه افغانيو په بدل کې آزاد کړي دي».

کرامت وویل، تر لاسه شوي معلومات ښيي چې په نيول شويو کسانو کې يو تن يې د کونړ ولايت او پاتې نور يې د تخار د درقد، خواجه غار او خواجه بهاوالدين ولسواليو اوسيدونکي دي. د هغه په وينا طالبانو د خپلو پخوانيو جنگياليو يوه شپيته کسيز لست موندلی چې له داعش ډلې سره يو ځای شوي او يا د يوځای کيدو ليوالتيا لري.

خو د سيمې اوسيدونکي او مرکز تالقانو ښار کې د خبريالانو ټولنه په دې اړه متفاوت نظرونه لري. د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ اوسيدونکی بریالی همت مني چې طالبانو ۱۲ تنه له داعش ډلې سره د اړيکو او دغې ډلې ته د تبليغ کولو په تور نيولي دي، خو دا چې طالبانو به له هغوی څخه څلور تنه وژلي وي، ردوي. هغه وويل چې دولس واړه نيول شوي کسان اوس هم د طالبانو په بند کې دي او طالبانو يې په اړه تر اوسه کومه فیصله نه ده کړې: «رپوټونه وايي چې هغوی يې وژلي دي، خو تر اوسه څوک وژل شوي نه دي، هغوی نظربند دي چې تر اوسه نه چا ليدلي او نه هم څوک پريږدي چې له هغوی سره وګوري».

د تخار په مرکز تالقانو ښار کې آزاد خبريال زلمی اشنا بيا وايي چې د سيمې اوسيدونکي د طالبانو له ويري کولای نه شي ځينې واقعيتونه بيان کړي. اشنا وايي چې تيرکال هم د تخار په درقد ولسوالۍ کې يوې ډلې د داعش بيرغونه پورته کړي ول، چې بیا طالبانو ونيول وټکول او بنديان يې کړل. د هغه په وينا هغه مهال هم داسې ګنګوسې وې چې طالبانو د نيول شويو کسانو ځينې يې وژلي ول، خو خلکو پرې خوله پټوله: «تيرکال هم د نيول شويو کسانو له ډلې څخه يو تن د شمس الدين په نوم تری تم شو چې طالبانو ويل تښتيدلی دی، خو کورنۍ يې ويل چې ښايي هغه طالبانو وژلی وي».

خو اشنا دا هم وویل چې تيرکال طالبانو نيولي داعشيان بيرته په داسې ضمانت اخيستو خوشې کړل چې نور به داعش ته کار نه کوي او د هغوی بيرغ به نه پورته کوي.

د سيمې اوسيدونکي وايي چې اوس مهال د تخار په درو ولسواليو ينګې کلا، درقد او خواجه بهاوالدين کې د داعش ډلې پلويان ترډيره خپل تبليغاتي، روزنيز او د جلب و جذب فعاليتونه پرمخ وړي.

له طالبانو څخه داعش ته د اوښتو يوه انګيزه له مذهبي عقايدو سره هم اړخ لګوي. د زلمي آشنا په وينا داعشيان تر ډيره د تخار په هغو سيمو کې سر پورته کوي چې اوسیدونکي يې سلفي عقيدې لري. هغه وايي چې سلفيان له داعش سره زياته ليوالتيا ښيي نسبت طالبانو ته چې د حنيفي مذهب پيروان دي.

د تخار ولایت په ماوراي کوکچه سيمې کې پرتې ينګې قلا، درقد او خواجه بهاوالدين او دغه راز شکمش ولسوالۍ چې د بغلان په ختيخ کې پرته ده د دغه ولایت ناامنه ولسوالي ياديږي. ويل کيږي چې په دغو سيمو کې  نورې مافيايي کړۍ هم فعاليتونه لري.

زموږ له ارشيف څخه: